يَعْتَذِرُونَ ۴۵۱ يونس

هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۵﴾ إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ ﴿۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ ﴿۷﴾ أُولَئِكَ مَأْوَاهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۸﴾

خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه گرځولی ئی دی نمرډیری رنړا والا او سپوږمئ‌ لږی رنړا والا اومقررکړی ئی دی دهریو دپاره منزلونه دی دپاره چه معلوم کړئ‌ تاسو شمار دکلونو او حساب (دمیاشتو او ورځو) نه دی پیداکړی اللّه تعالٰی داڅیزونه مگرحق دښکاره کولو دپاره تفصیلی بیانوی دلیلونه هغی قوم لره چه پوهیږی ﴿۵﴾
یقیناُ په تلو راتلو د شپه او ورځ کښی اوپه هغه څیزونوکښی چه پیداکړی دی اللّه تعالٰی په آسمانونو اوپه ځمکه کښی خامخا ډیردلیلونه دی دهغه قوم دپاره چه ویریږی د اللّه تعالٰی نه ﴿۶﴾
یقیناً هغه کسان چه نه لری عقیده دملاقات ځمونږ اورضا شوی دی په ژوند دنیوی اوخوشحالیږی په دی دنیاسره اوهغه کسان چه ځمونږ دآیاتونونه بی پرواه دی ﴿۷﴾
دغه کسان ځای ددوی اور دی په وجه دهغه عملونوچه دوی ئی کوی ﴿۸﴾

[۵] دا دوهم دلیل عقلی دی دپاره دتوحید درنړا یوعرض (کیفیت) خاصه دی نواصل ددغه کیفیت ته نوروئیلی شی اوچه داکیفیت کامل او قوی وی نوهغی ته ضیاء وئیلی شی (وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ) مراد ددی نه منزلونه دنمر اود سپوږمئ دواړو دی او دوهم قول غوره دی په قرینه دسورة یٰس (۳۹) اوپه هغه منازلو دقمرسره ورځی او شرعی میاشتی معلومیږی اودا اته ویشت دی اومراد دمنزولونونه ځایونه دراختلو او دپریوتلو دهغی دی (عَدَدَ السِّنِينَ) یعنی وخت دشروع کیدلو او ختم کیدلو دکال (وَالْحِسَابَ) مراد ددی نه حساب دمیاشتو اود ورځودی (مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ) حق نه مراد ظاهرول دمسئلی دتوحید اودلیل په قدرت اوعلم د اللّه تعالٰی دی ، اوداسی تفسیرخازن لکلی دی پس دا آیت دلیل دی په دی خبره چه حدیث دلولاک لکه چه مشهوردی په ژبودخلقو دهغی معنیٰ هم صحیح نه ده لکه چه الفاظ ئی محدثینو ردی کړی دی الفوائد لمجموعة صفحه (۳۲۶) کشف الخفاء صفحه (۱۴۶) دواړه دصنعانی نه نقل کړی دی چه دا حدیث موضوعی دی هان که دا معنیٰ اوکړی شی چه نه وی ستالیږل دپاره داظهار د مسئلی دتوحید نوبیا څه وجه صحت لری په اعتبار د معنیٰ سره لیکن داتوجیه ډیره بعیده ده -
[۶] دا دریم عقلی دلیل دی (اخْتِلَافِ اللَّيْلِ) یوبل پسی راتلل او داسی رنگونه ددوی بدلیدل (لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ) مراد ددی نه توحید والادی ځکه څوک چه شرک کوی نوهغه دلیل نه نیسی ددی مخلوقاتو نه -
[۷] په دی آیت کښی زورنه ده منکرینوته اودهغوی څلور صفتونه ئی ذکرکړی دی (لَا يَرْجُونَ) رجاپه معنیٰ د ویره اوپه معنیٰ د امید اوپه معنیٰ دعقیدی سره دی دلته اخری معنیٰ مراد ده (وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا) معنیٰ داده چه راضی شوی دی دوی په ژوند دنیوی سره په عوض دآخرت کښی پس عمل کوی دپاره ددنیا (وَاطْمَأَنُّوا بِهَا) اطمینان په دنیاسره نه حاصلیږی نومراد ددی نه خوشحالیدل اودهغی په محبت کښی پاخه کیدل دی (غَافِلُونَ) غفلت په معنیٰ دجهل او سادگئ‌ سره مراد نه دی بلکه بی پرواهی اواعراض کول مراد دی اوآیات نه مراد دلیلونه دتوحید یا قرآن دی -
[۸] دا ویره اخروی ده دپاره دمنکرینو اودا خبرد اِنَّ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>