يَعْتَذِرُونَ ۴۴۹ يونس

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ ﴿۱﴾ أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَى رَجُلٍ مِنْهُمْ أَنْ أَنْذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِنْدَ رَبِّهِمْ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ مُبِينٌ ﴿۲﴾

الٓرٰ دا آیتونه دی کتاب چه حکمتونووالادی ﴿۱﴾
آیا دی خلقو لره تعجب دی په دی خبره چه وحی کړی ده مونږ یوسړی ته ددوی نه چه اویره وه خلق (نه منونکی) اوزیری ورکړه ایمان والو لره یقیناً ددوی دپاره مرتبه اوچته ده په نیزرب ددوی وايی کافران بیشکه دی خامخا جادوگرښکاره دی ﴿۲﴾

سورة يونس

ربط: دادی چه مخکښی سورتونو (سورة الانفال او سورة التوبة) کښی د مشرکانوسره دجنگ کولو اعلان وؤ نوپه دی سورة کښی دشرک حقیقت بیانوی چه سبب دقتال دی اوجواب دسوال دی که هغوی اووائی چه مونږ سره جنگ په څه سبب کوئ‌ مونږ خو اللّه تعالٰی منو نودی سورة کښی جواب ورکوی چه تاسو د اللّه تعالٰی سره شریکان جوړکړی دی په عقیده دشفاعت قهریه سره اودا عقیده شرک او کفر دی - اودارنگ هرکله چه سورة توبه کښی شرک دمشرکانو او دکتابیانو اونفاق دمنافقینو ذکرکړی شو نوپه دی سورة کښی هغه ټولو ته دعوت ورکول دی دتوحید او درسالت او دقرآن اود ایمان بالاخرت -
دعویٰ ددی سوره: رد دشفاعت قهریه په (۳) او (۱۸) کښی اودغه رد په ډیرو وجوهوسره دی اول په عقلی دلیلونوسره دوهمه وجه په ډیرعقلی دلیلونوسره - دریمه وجه په نقلی دلیلونوسره - څلورمه وجه په ډیروزجرونوسره - پنځمه وجه قباحتونه دمشرکانو - شپږمه وجه اقرار دمشرکانو په بعضی صفتونو د اللّه تعالٰی سره ددعا دهغوی د اللّه تعالٰی نه په حالت دسختئ‌ کښی -
خلاصه ددی سوره: دی کښی دری حصی دی اوله حصه تر (۵۴) آیت پوری - دوهمه حصه (۷۰) پوری دریمه ترآخرپوری -په اوله حصه کښی دری بابونه دی اول باب (۱۷) آیت پوری دی په دی کښی ترغیب دی کتاب اللّه ته اوشپږ زورنی دی او دری عقلی دلیلونه دی اوبشارت دی منونکوته اوتخویف دنیوی او اخروی نه منونکوته -

تفسیر

[۱] اول آیت کښی ترغیب دی قرآن ته (الْحَكِيمِ) په معنیٰ د(حکمتونووالا) دوهم په معنیٰ دحاکم دریم په معنیٰ دمحکم اولفظ دحکیم اشاره ده دی ته چه په دی سورة کښی عقلی دلیلونه بیانیږی او هغه حکمت دی -
[۲] دا زورنه ده منکرینود رسول ﷺ ته چه هغوی د نبی ﷺ نه انکارکوؤ په دی وجه چه دی سړی دی اوبشردی اودا آیت دلیل دی په دی خبره باندی چه نبی ﷺ سړی وؤ د جنس دبشرنه اودهغه ئی دوه کارونه ذکرکړی دی یو ویره ورکول او دوهم زیری ورکول (قَدَمَ صِدْقٍ) یو معنیٰ ددی مرتبه اوچته، دوهمه معنیٰ ښائسته اجر په سبب دنیکوعملونو چه مخکښی ئی لیږلی اوتعبیرئی په قدم سره ددی وجی نه کړی دی چه سعی او کوششونه په قدم سره کیدلی شی - بیازورنه ده په دی خبره چه دوی نبی ﷺ ته ساحروئیلو (أَنْذِرِ) انذاروئیلی شی اخبارسره دتخویف نه او (بَشِّرِ) بشارت وئیلی شی اخبار سره دخوشحالئ نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>