يَعْتَذِرُونَ ۴۴۸ التوبة

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ نَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُمْ مِنْ أَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوا صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۱۲۷﴾ لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲۸﴾ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۱۲۹﴾

اوکله چه نازل کړی شی یوسورة نوگوری بعضی ددوی نه بعضوته (اشاره کوی یوبل نه په سترگو) آیا وینی تاسولره څوک بیا اوگرځی دمجلس ستاسونه او گرځوی اللّه تعالٰی زړونه ددوی دحق نه په دی وجه چه دا قوم دی چه نه پوهیږی ﴿۱۲۷﴾
یقیناً راغلی دی تاسوته رسول اللّٰه ﷺ چه ستاسو دجنس نه دی گران دی په ده باندی تکلیف ستاسو حرص کوونکی دی ستاسوپه ایمان راوړلو (خاص په مؤمنانوباندی) ډیرمینه کوونکی رحم کوونکی دی ﴿۱۲۸﴾
پس کله دوی مخ واړو پس اوایه پوره دی مالره اللّه تعالٰی نیشته هیڅوک مددگار سیوا دهغه نه په هغه باندی ما ځان سپارلی دی اوهغه مالک دعرش لوئی دی ﴿۱۲۹﴾

[۱۲۷] په دی کښی هم بیان دحال دمنافقینودی په هغه وخت کښی چه بیان شی سورة دجهاد اوذکر دقبائحو دمنافقانو لکه دا سورة نودوی دهغی مجلس نه د تیښتی کوشش کوی (هَلْ يَرَاكُمْ) دلته یشیرون پټ دی یعنی په سترگو دیوبل نه په اشارو تپوس کوی چه صحابه کرام مونږته گوری اوکه نه - لیکن صحابه کراموبه د نبی ﷺ په مجلس کښی سرونه ښکته کړی وؤ لکه چه په سرونوباندی ئی مارغان ناست وی نو منافقان پوهه شی چه دوی مونږ ته نه گوری د ثُمَّ انْصَرَفُوا نه مخکښی داعبارت پټ دی - (لَا يَفْقَهُونَ) دا صفت ددوی په (۸۱) او (۸۷) کښی تیرشوی دی -
[۱۲۸] دابیان د صدق د رسول اللّٰه ﷺ دی اود نبی ﷺ شپږ صفات په کښی ذکردی - اول صفت (رَسُولٌ) اشاره ده چه دی دځان نه خبری نه جوړوی نو دده اتباع فرض ده - دوهم (مِنْ أَنْفُسِكُمْ) په دی کښی اشاره ده اسانتیا دحصول علم ته دهغه نه ځکه دهم جنس نه استفاده کیدلی شی - دریم (عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ) یعنی تاسوته چه کوم شی تکلیف درکوی نودهغی بوج به په هغه باندی وی او هغه پری خفه کیږی - په دی کښی اشاره دیته چه د هغه په طریقه کښی په امت باندی اسانتیاده - څلورم (حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ) مطلب دادی چه هغه کوشش کوی ددی خبری چه تاسو مؤمنان شئ اوجنت ته داخل شئ - پنځم (رَءُوفٌ) په مؤمنانوباندی ډیرشفقت کوونکی دی اوستاسو دحفاظت دعاگانی غواړی - او شپږم (رَحِيمٌ) په مؤمنانورحم کوونکی دی په دی دواړوکښی اشاره ده دی خبری ته چه هغه به په آخرت کښی دمؤمنانوشفاعت کوی اوپه دنیا کښی هم دهغه دشفقت اورحمت ډیری واقعی موجود دی -
[۱۲۹] په دی آیت کښی بیان دمسئلی دتوحید دی په څلورو جملوسره اوله جمله په مقابله دمنکرینو کښی وئیلی کیږی دلته هم کافرانو دټولو قسمونو او منافقانو دخبائثو په مقابله کښی ذکرده - دوهمه جمله علت داولی دی اودریمه تفریع ده په اول دواړوجملوباندی او څلورمه علت دی دماقبل دپاره او ربوبیت دعرش مستلزم دی ربوبیت دټول عالم لره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>