يَعْتَذِرُونَ ۴۴۷ التوبة

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۱۲۴﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَتْهُمْ رِجْسًا إِلَى رِجْسِهِمْ وَمَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۱۲۵﴾ أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۲۶﴾

اوکله چه نازل کړی شی یوه سورة پس بعضی ددی خلقو هغه څوک دی چه وائی چه چالره زیاتی کړو دی سورة ایمان پس هرچه هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی پس زیا ت ئی کړو هغوی لره دی ایمان اوهغوی خوشحالی کوی (ددی سورة په نازلیدلو) ﴿۱۲۴﴾
اوهرچه هغه کسان دی چه په زړونوکښی ئی مرض دنفاق دی پس زیاتوی داسورة هغوی لره پلیتئ سره او مړه کیږی دوی په داسی حال کښی چه کافروی ﴿۱۲۵﴾
آیا دوی سوچ نه کویچه یقیناً په دوی باندی امتحان راځی په هرکال کښی یوځل یا دوه ځله بیادوی نه توبه کوی اونه دوی نصیحت قبلوی ﴿۱۲۶﴾

[۱۲۴] هرکله چه تردی پوری ددی سورة تفصیلی احکام ذکرشول اوخصوصاً مسئله دجهاد نوپه دی آیت کښی رد او زجردی په منافقینوباندی کله چه هغه سورة نازل شو چه په هغی کښی مسئله دجهاد وه نو منافقانو اعتراض کوؤ چه ددی دنازلیدلو څه فائده ده نوجواب اوشو چه په دی سره دمؤمنانو ایمان زیاتی کیږی ځکه چه هغوی په دی باندی عمل کوی (فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا) مجاهد نه نقل دی چه دا آیت دلیل دی چه ایمان زیادت قبلوی یعنی ایمان کښی زیاتی راځی که په درجه د تفس تصدیق او یقین کښی وی اوکه اعمالوسره وی -
[۱۲۵] دابیان دحال دمنافقینودی چه حکم دقتال چه کله نازل شی نومنافقان دهغی نه خلاف کوی او سستی کوی نودهغوی پلیت والی نورزیات شی او ددی زیادت ذکرپه سورة مائده (۶۴،۴۸) او اسراء‌ (۸۲) کښی هم شته او رجس دمنافقت په دی سورة (۹۵) کښی ذکر دی -
[۱۲۶] دی کښی زورنه ده منافقینوته چه په دوی هرکال امتحان راځی په فرض کولودجهاد سره یوځل یا دوه ځله لیکن دوی منافقت نه توبه نه اوباسی یعنی سره دوجود د سبب دتوبی نه دوی توبه نه اوباسی نوداعلت دی د ((مَاتُوا وَهُمْ كَافِرُونَ - مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ) یعنی غزاگانی هرکال یویا دوه ځله واقع کیدلی (يَذَّكَّرُونَ) توبه دافتنان سره تعلق لری اوتذکر دا وریدلو دقرآن سره تعلق لری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>