وَاعْلَمُوا ۴۰۵ التوبة

فَإِذَا انْسَلَخَ الْأَشْهُرُ الْحُرُمُ فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ وَخُذُوهُمْ وَاحْصُرُوهُمْ وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَخَلُّوا سَبِيلَهُمْ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵﴾ وَإِنْ أَحَدٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ اسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّى يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶﴾

پس هرکله چه تیری شی میاشتی عزت والا نووژنئ مشرکان کوم ځای چه مومئ تاسوهغوی لره اونیسئ دوی لره اوراگیروئ دوی لره اوکینئ‌ دوی ته په هره مورچه کښی پس که دوی توبه اوکړه (دشرک نه) اوپابندی اوکړه دمانځه او ورکوؤئ‌ زکوٰة پس خالی کړئ‌ لار ددوی یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی زحم کوونکی دی ﴿ ۵ ﴾
اوکه یوتن دمشرکانونه امن اغواړی ستانه (دپاره دداخلیدلوداراسلام ته) پس امن ورکړه هغه لره تردی پوری چه واوری کلام د اللّه تعالٰی بیارسوه هفه ځای دامن دهغه ته داپه دی وجه چه دوی داسی قوم دی چه نه پوهیږی ﴿ ۶ ﴾

[۵] په دی آیت کښی بل حکم داولی ډلی ذکردی مطلب ئی دادی کله چه موده مهلت (چه څلورمیاشتی دی) اوآخری میاشت دهغه محرم وه تیری شی نودوی سره قتال کوئ (وَخُذُوهُمْ) مراد ددی نه قیدکول دی بیاخوښه د امیرده که قتلوی ئی اوکه فدیه تری اخلی اواحسانی ئی پریږدی - (وَاحْصُرُوهُمْ) ددی یو معنیٰ داده چه ددوی د قلعه گانومحاصره اوکړئ‌ اوراگیرئی کړئ‌ (وَاقْعُدُوا لَهُمْ كُلَّ مَرْصَدٍ) مراد دادی چه ددوی لاری بندی کړئ‌ دپاره ددی چه په داراسلام کښی آزاد اونه گرځی (تَابُوا) توبه دکفراوشرک نه چه دهغی نه په حدیث تعبیرکړی شوی دی په یشهدوا ان لااله الااللّه و ان محمد رسول اللّه (وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ) دا دلیل په دی خبره چه دکافرصرف په توبه لفظ باندی اعتبارنه شی کیدلی څوپوری چه داعملونه ورسره نه وی یوځای کړی دپاره تحقیق دتوبی (وَآتَوُا الزَّكَاةَ) ابن کثیروئیلی دی چه ابوبکررضی اللّه عنه د زکوٰة منع کوؤنکو سره قتال دپاره په دی آیت سره دلیل نیولی وؤ (فَخَلُّوا) مراد ددی نه عصمت دوینو او مالونو دهغوی دی لکه چه په حدیث دبخاری او احمد کښی ذکردی -
[۶] په دی کښی دریم قسم دمشرکینو ذکر دی چه هغوی ته مستاءمنین وائی (يَسْمَعَ كَلَامَ اللَّهِ) داصریح دلیل دی چه مسموع کلام اللّه دی اودا مذهب دسلف صالحینودی چه متلو او مسموع او مکتوب کلام اللّه دی اوهغه قول غلط دی چه وائی چه دا کلام لفظی دی دال دی په کلام نفسی باندی او کلام نفسی کلام اللّه دی (أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ) اهل علمووئیلی دی چه ترکال پوری ددیره کیدلواجازت نه شی ورکیدلی او څلورو میاشتوپوری ورکیدلی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>