وَاعْلَمُوا ۴۰۴ التوبة

فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ ﴿۲﴾ وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳﴾ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ثُمَّ لَمْ يَنْقُصُوكُمْ شَيْئًا وَلَمْ يُظَاهِرُوا عَلَيْكُمْ أَحَدًا فَأَتِمُّوا إِلَيْهِمْ عَهْدَهُمْ إِلَى مُدَّتِهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۴﴾

پس اوگرځی په ځمکه کښی څلورمیاشتی اوپوهه شی چه یقیناً تاسو نه شئ‌ کمزوری کولی اللّه تعالٰی لره او یقیناً اللّه تعالٰی شرموونکی دی کافرانولره ﴿۲﴾
او اعلان دی دطرف د اللّه تعالٰی او رسول ﷺ دهغه نه په ورځ دحج لوئ چه یقیناً اللّه تعالٰی جدا دی دمشرکانونه او رسول ﷺ دهغه (هم جدادی) پس که تاسوتوبه ویستله (دشرک نه) پس دابه غوره وی تاسولره اوکه تاسومخ واړؤ نوپوهه شئ‌ چه یقیناً تاسو نه شئ کمزوری کولی اللّه تعالٰی لره اوزیره ورکړه کافرانو لره په عذاب دردناک سره ﴿۳﴾
مگرهغه کسان چه لوظ کړی وو تاسو دهغوی سره دمشرکانونه بیائی کمی نه دی کړی ستاسونه هیڅ او امداد ئی هم نه دی کړی ستاسو مقابله کښی دهیچ چاسره پس پوره کړئ‌ دهغوی سره لوظ دهغوی ترمودی دهغوی یقیناً اللّه تعالٰی خوښوی بچ کیدونکی (دبی لوظئ نه) ﴿۴﴾

[۲] په دی آیت کښی دهغی مشرکینودوهم حکم دی چه هغه مهلت دڅلورو میاشتو دی - شوال، ذوالعقده، ذوالحجة او محرم ځکه چه دازهری نه نقل دی چه دا سورة‌ دشوال په اول کښی نازل شوی دی دوهم قول دادی چه دحج اکبردورځ نه به څلورمیاشتی به حسابیږی ترآخر دربیع الثانی پوری لیکن اول قول غوره دی په قرینه دآیت (۵) سره - اودا مهلت دپاره دفکرکولو دی دپاره ددی چه ایمان راوړی - (وَاعْلَمُوا) په دی سره دوه وهمونه دفع کوی اول وهم داچه آیا دا مهلت دوجی دعجز د اللّه تعالٰی نه دی ددوی دمقابلی نه؟ جواب: اوشوپه ( أَنَّكُمْ غَيْرُ) سره - دوهم وهم دادی چه دا مهلت دلالت کوی ددوی په اکرام اوپه عزت باندی؟ نوجواب اوشو (وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ) -
[۳] په دی آیت کښی اعلان دبرائت ذکردی روستودفیصلی دبرائت نه مشرکینومحاربینوته چه هغوی لوظ کړی وؤ - بیاهرکله چه دا اعلان په ورځ دحج باندی دی اودهغی نه ترمحرم پوری څلور میاشتی نه وی پاتی نوځکه دی آیت کښی دڅلورو میاشتو ذکرنه دی شوی - سوال: اول آیت کښی الی الذین عاهدتم اه ذکردی اوپه دی کښی الناس ذکردی؟ جواب هغه برائت خاص دی په هغه معاهدینوپوری چه لوظ ئی مات کړی وؤ او دا اعلان عام دی ټولومشرکانوته که معاهد وی اوکه نه وی بلکه د اعلان په اوریدلوکښی مؤمنان هم شامل دی ( وَرَسُولِهِ) دا په رفع (پیښ) سره دی مبتداء دخبرئی خذف دی یاعطف دی په محل داسم اَنَّ باندی (فَإِنْ تُبْتُمْ) په دی کښی ترغیب دی توبه کولوته په زمانه دمهلت کښی (فَاعْلَمُوا) په دی کښی دتهدید مقصد دی اوپه آیت (۲) کښی دفع دوهم مقصد وه لکه چه مخکښی تیرشول (وَبَشِّرِ) بشارت ئی په طریقه د تهکم (مسخری) سره وئیلی دی (بِعَذَابٍ أَلِيمٍ) په دنیاکښی په قتل اوقیدکولوسره اوپه آخرت کښی په عذاب ابدی سره -
[۴] په دی آیت کښی دوهم قسم مشرکان ذکردی اوهغوی ته معاهدین وائی په عهد موجل سره ځکه چه هغوی خپل عهد نه وؤ مات کړی اوهغه دوه قبیلی وی یوبنوضمره دوهم کنانه، دهغوی حکم دادی چه دهغوی عهد پوره کړئ ترهغی مودی پوری کوم چه مقررشوی وه اودهغوی په عهد کښی نهه میاشتی باقی پاتی وی - لیکن دهغودپاره دوه شرطونه دی (۱) لم ینقصوکم (۲) لم یظاهروا - اوحکم دهغوی ذکردی په دی قول سره چه (فَأَتِمُّوا) او(إِنَّ اللَّهَ) داعلت دی د أَتِمُّوا دپاره اودادلیل دی چه په عهدباندی وفاکول عمل دتقویٰ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>