وَاعْلَمُوا ۴۰۳ التوبة

بَرَاءَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱﴾

اعلان دجدائ دی دطرف د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ نه هغی خلقو ته چه لوظ ورسره کړیدی تاسو د مشرکانونه (اولوظ ئی مات کړی دی) ﴿۱﴾ اعلان دجدائ دی دطرف د اللّه تعالٰی اود رسول ﷺ نه هغی خلقو ته چه لوظ ورسره کړیدی تاسو د مشرکانونه (اولوظ ئی مات کړی دی) ﴿۱﴾

سورة التوبة

ربط: ددی سورة د مخکښی سره په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده هرکله چه سورة انفال کښی قاعدی دجهاد بیان شوی نوپه دی سورة کښی اعلان جهاد دی - دوهم طریقه داده چه سورة انفال کښی صرف اعلان دجهاد وؤنوپه دی سورة کښی ذکردهغه ډلو دی چه دهغوی سره جهاد کیدی شی -
دعویٰ ددی سورة: قتال کول دمشرکینواوکتابیانوسره اوجهاد کول دمنافقینونه اودا شپږکرته ذکرشوی دی (۱۲۳،۷۳،۳۶،۲۹،۱۴،۵) کښی، اومسئله دتوحید دسورت په آخر کښی ذکر ده په (۱۲۹،۱۱۶،۳۱) کښی اوآسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی په دی کښی (۱۳) ذکردی -
خلاصه دسورة: خلاصه دسورة: په دی سورة کښی څلورحصی دی اوله حصه کښی ذکردقتال دمشرکانودی اودوهمه حصه کښی ذکر دقتال د کتابیانودی اودریمه حصه کښی عیبونه دمنافقانودی اوڅلورمه حصه کښی صفات دمؤمنانودی اوله حصه (۲۸) آیت پوری ده په دی کښی ذکرددری قسمو مشرکانو اورد دی په څلورموانعو دقتال باندی او دیارلس علتونه دقتال ذکردی اوترغیب دی جهاد ته -
فایده: ددی سورة په ابتداء کښی د بسم اللّه نه لیکلویو سبب دادی چه ددی په ابتداء کښی بسم اللّه نه وه نازل شوی دوهم سبب حدیث دعثمان رضی اللّه عنه دی چه روایت کړی دی ترمذی او ابوداؤد اونقل کړی دی صاحب دمشکوٰة په صفحه (۱۹۴) کښی چه دهغی حاصل دادی چه ددی سورة راوړل په سورة انفال پسی اجتهادی مسئله ده ددی احتمال دوجی نه چه داسورة دمخکنی سورة جزء دی دډیرمناسبته دوجی نه ځکه بسم اللّه ددی په سرکښی اونه لیکلی شوه - اوددی احتمال دوجی نه مستقل سورة دی نونوم دسورةپه اول کښی اولیکل شو - اودارنگ دبسم اللّه نه لیکلو یوحکمت دادی چه بسم اللّه دپاره دامن ده اوداسورة دپاره دلری کولو دامن ده - دوهم حکمت دادی چه طریقه داوه چه چاته به خط د اعلان دجنگ لیکلی کیدلو دهفی په سرکښی به بسم اللّه نه وه -

تفسیر

[۱] په دی اول آیت کښی اوله ډله دمشرکینو ذکرده چه هغوی ته محاربین وائی ځکه چه هغوی عهد مات کړی دی اوهغه پکښی هم داخل دی چه د هغوی سره عهد غیرمؤجل وؤ -او دهغی یوحکم برائت دی اومراد دبرائت نه هرقسم امن او ذمه لری کول اوهرتعلق قطع کول دی او دهغی بیان په (۱۱۳،۷۳،۳۶،۲۸،۲۳،۱۷،۱۵،۱۲،۵) کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>