وَاعْلَمُوا ۴۰۲ الأنفال

وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ ﴿۷۳﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۷۴﴾ وَالَّذِينَ آمَنُوا مِنْ بَعْدُ وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا مَعَكُمْ فَأُولَئِكَ مِنْكُمْ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۷۵﴾

اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی بعضی ددوی ملگری دی دبعضو اوکه اونکړئ‌ تاسو دا امداد نوپیدا به شی فتنه په ځمکه کښی اوفساد لوئ ﴿۷۳﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او هجرت ئی کړی دی اوجهاد ئی کړی دی په لار د اللّه تعالٰی کښی اوهغه کسان چه ځای ئی ورکړی دی مهاجرینولره اومدد ئی کړی دی هغوی سره دغه کسان دوی مؤمنان دی یقیناً‌ دوی لره بخنه او رزق عزتمند دی ﴿۷۴﴾
اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی دهغی نه روستو اوهجرت ئی کړی دی او جهاد ئی کړی دی په ملگرتیا ستاسو کښی پس دغه کسان ستاسو دډلی نه دی اویو نسب والا خپلوان بعضی ددوی حقدار دی (دمیراث) دبعضوپه حکم د اللّه تعالٰی کښی یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی پوهه دی ﴿۷۵﴾

[۷۳] په دی کښی څلورم قسم دخلقو ذکردی چه هغه کافران دی اومقصد ئی دادی چه هغوی دیوبل سره امداد کوی په کفرکښی نوتاسوولی یوبل سره امداد نه کوئ په اسلام کښی مراد د ولایت دکافرانو نه یودبل سره مشابهت دی په کارونو دکفرکښی اوامداد کول او ډله کول دیوبل سره او د دوهمی جملی مطلب دادی که تاسودیوبل سره په دین کښی امداد اونکړئ نودی نه به فتنه پیداشی په غلبی دکافرانوسره په مسلمانانوباندی اولوئ فساد به جوړشی په شرک عام کیدلوسره -
[۷۴] دی آیت کښی زیری دی مؤمنانوته او شان دصحابه کرامو ذکردی چه هغوی یقینی او کامل مؤمنان دی اوهغوی بخلی شوی دی ددی سورة په اول کښی پنځه صفات ذکروؤ اوبیا دا جمله ذکروه چه أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا نوددی آیت اودهغه آیت داتصال نه دا نتیجه را ووتله چه مهاجرین اوانصار په هغه پنځه صفتونوسره متصف دی اودوی مستحق دهغه بشارت دی چه په اول دسورة او اوپه دی آیت ذکردی نوددی وجی نه لعنت دی په هغه چاچه صحابه کرامو بدوايی او په هغی طعن کوی -
[۷۵] په دی آیت کښی ذکر دهغه صحابه کرامودی چه هغوی پس دفتحی نه ایمان راوړی دی اوهجرت او جهاد ئی کړی دی نودوی د مخکنی صحابه کراموپه جماعت کښی شماردی اودفتح نه مراد یا د حدیبیه صلح ده چه په شپږم کال دهجرت کښی شوی وه یافتح دمکی ده چه په اتم کال هجرت شوی وه (وَأُولُو الْأَرْحَامِ) مطلب ددی دادی چه میراث په سبب دنسب سره وی په سبب ددوستانی سره نه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>