وَاعْلَمُوا ۴۰۱ الأنفال

وَإِنْ يُرِيدُوا خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللَّهَ مِنْ قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۷۱﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُمْ مِنْ وَلَايَتِهِمْ مِنْ شَيْءٍ حَتَّى يُهَاجِرُوا وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۷۲﴾

اوکه دوی غواړی دهوکه ستاسو سره پس یقیناً دهوکه کړی وه دوی د اللّه تعالٰی سره ددی نه مخکښی پس قدرت ئی درکړو تاسولره په دوی باندی او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونو والا دی ﴿۷۱﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان ئي راوړی دی او هجرت ئی کړی دی اوجهاد ئی کړی دی په مالونو خپلوسره اوپه نفسونوخپلوسره په لار د اللّه تعالٰی کښی اوهغه کسان چه ځای ورکړیدی (مهاجرینولره) او امداد ئی کړی دی دغه کسان بعضی ددوی دوستان بعضودی اوهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوهجرت ئی نه دی کړی نیشته تاسولره ددوستانی دهغوی نه هیڅ حق تردی چه هغوی هجرت اوکړی اوکه مدد غواړی ستاسونه په باره ددین کښی پس لازم دی په تاسوباندی مدد کول دهغی سره مگر په مقابله دهغی قوم کښی چه په مینځ ستاسواوپه مینځ دهغوی کښی وعده وی (داَمن) او اللّه تعالٰی په ستاسو عملونوچه تاسوئی کوئ لیدونکی دی ﴿۷۲﴾

[۷۱] (خَانُوا اللَّهَ) دخیانت نه مراد کفراوشرک ددوی دی اوجنگ کول دی دمسلمانانوسره (مِنْ قَبْلُ) مخکښی دواقعی دبدرنه (فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ) مراد ددی نه غلبه دمؤمنانو ده په کافرانوباندی په بدرکښی -
[۷۲] هرکله چه قوانین دجهاد تفصیلی بیان شول نواوس مجاهدینوته یوبل سره دولایت او دنصرت کولو ترغیب ورکوی دپاره ددی چه ددوی په محبت سره په کافرانوباندی رعب پریوځی - په دی آیت کښی دمؤمنانو دری قسمه ذکر دی اودهغی احکام - یوقسم مهاجرین، دوهم قسم انصارددی دواړو حکم دادی چه دوی به یوبل سره پوره دوستان ساتی اوپوره امداد به کوی دا معنیٰ دولایت ده - دریم قسم مؤمنان غیرمهاجرین دی دهغوی حکم دادی چه هغو سره دوستانه اوهرقسم مدد نه دی جائز دوجی دعدم هجرت نه مگرکه هغوی ددین باره کښی څه مدد غواړی نوامداد ورسره په کار دی خوپه دی شرط چه دنورو مجاهدینوسره مقابله نه کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>