وَاعْلَمُوا ۴۰۶ التوبة

كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿۷﴾ كَيْفَ وَإِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸﴾ اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَنْ سَبِيلِهِ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۹﴾

څنگه به وی مشرکانولره لوظ په نیزد اللّه تعالٰی اوپه نیزد رسول اللّٰه ﷺ دهغه مگرهغه کسان چه لوظ ورسره کړی دی تاسو په خوا دمسجد حرام کښی پس څوپوری چه کلک وی دوی تاسوسره په وعده باندی پس کلک اوسئ تاسوهم دوی سره یقیناً اللّه تعالٰی خوښوی متقیان (ځان ساتونکی دبی لوظئ نه) ﴿۷﴾
څنگه به وی (اعتباردلوظ ددوی) اوکه دوی زورآورشو په تاسوباندی نولحاظ نه کوی په تاسوکښی د خپلولئ اونه دلوظ، رضا کوی تاسوپه خولو خپلو اوانکارکوی زړونه ددوی اوډیرددوی نافرمان دی ﴿۸﴾
اخستی دی دوی په بدل دآیتونو د اللّه تعالٰی کښی عوض لږ پس منع کوی دوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه یقیناً دوی چه دی بد دی هغه عمل چه دوی ئی کوی ﴿۹﴾

[۷] دا رد دی داول مانع دقتال چه چه داخیال کوؤ چه مشرکین مکه سره خوعهد شوی وؤ نود هغوی سره قتال کول څنگه جائز شول - حاصل دجواب دادی چه هغوی خپل عهد مات کړی دی اووعده چه ماته کړی شی نودهغی د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ په نیزباندی هیڅ اعتبارنیشته ماسوا دهغی دوهمی ډلی نه چه هغوی په خپل عهدباندی مظبوط وؤ نوهغوی سره به عهد (لوظ) پوره کیدی شی - اوپه دی آیت کښی حکمت دبرائت ذکرکوی -
[۸] ددی آیت نه تفصیل دهغی صفاتو دمشرکینو شروع دی چه هغه اسباب دقتال دی اوپه دی آیت کښی څلورذکردی (كَيْفَ) دااعاده ده دمخکښی کیف اوفعل ئی پټ دی (کیف یکون لهم عهد) (إِلًّا) دابن عباس رضی اللّه عنهما نه اکثر راویانو روایت کړی دی الَّا په معنیٰ د خپلولی سره دی (يُرْضُونَكُمْ) مراد ددی نه په باره دوفا دعهد کښی خبری کول دی په باره دایمان کښی داسی نه دی ځکه چه داصفات دمشرکانو دی په باره دمنافقانو کښی نه دی (وَأَكْثَرُهُمْ) سوال: کافران خو ټول فاسقان دی نواکثرئی ولی اوئیل؟ جواب: (۱) دلته فاسقون نه مراد ښکاره بی لوظی کوؤنکی دی - جواب(۲) بعضو ددوی نه روستو ایمان راوړی وؤ اومراد دفاسقون هغه دی چه ترمرگه پوری په کفرباندی کلک وؤ -
[۹] په دی آیت کښی نوردری صفات ذکردی (اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ) ددی نه مراد دادی چه دی مشرکانو قرآن پاک او احکام د اللّه تعالٰی پریخودلی دی اودنیائی غوره کړی ده - اودهرمشرک او کافر داحال دی چه د اللّه تعالٰی ددین په مقابله کښی دنیائی غوره کړی ده (فَصَدُّوا) لازمی او متعدی دواړه احتمالونه شته یعنی په خپله منع شول یانورخلق منع کوی دلاری د اللّه تعالٰی نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>