قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۷ الأنفال

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنْفَالِ قُلِ الْأَنْفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۱﴾ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ ﴿۲﴾

تپوس کوی دوی ستانه په باره دغنیمتونوکښی ته اوایه (اختیار) دغنیمتونو اللّه تعالٰی او اورسول لره دی پس ویره کوئ د اللّه تعالٰی نه اوجوړساتئ‌ تعلق دمینځ خپل اوتابعداری کوئ‌ د اللّه تعالٰی او درسول دهغه ځکه چه تاسو مؤمنان ئی ﴿۱﴾
یقیناً مؤمنان هغه کسان دی چه کله یادکړی شی اللّه تعالٰی او ویریږئ زړونه ددوی اوکله چه لوستلی کیږی په دوی باندی آیتونه دهغه نوزیاتوی ایمان ددوی اوخاص خپل رب باندی ځان سپاری دوی ﴿۲﴾

سورة الأنفال

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره دادی چه مخکښی سورة کښی تشجیع وه په بیان دمسئلی سره په ژبه باندی اوپه دی سورة کښی ترغیب دی قتال ته دپاره داشاعت دمسئلی دتوحید -
دعویٰ ددی سورت: دوه دی اوله داچه په غنیمتونوکښی خپل اختیار مه چلوئ بلکه د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه ﷺ دحکم موافق ئی تقسیموی په (۱) او په (۴۱) کښی - دوهمه دعویٰ امر دی په قتال فی سبیل اللّه سره -
خلاصه د سورت: په دی سورة کښی دیارلس علتونه دی داولی دعویٰ دپاره او دیارلس قوانین دی ددوهمی دعویٰ دپاره اودیارلس کلمات دتوحید اودیارلس اسماء حسنیٰ دی
تفصیلی خلاصه داده: په دی سورة کښی دوه حصی دی په اوله حصه کښی دوه بابونه دی اودا ترڅلویښتم آیت پوری ده اول باب تر نورلسم آیت پوری دی په دی کښی اوله دعویٰ ده بیاپنځه صفات د مؤمنانو مجاهدینودی بیا علتونه دی د اولی دعوی اویوقانون دی دقتال دپاره -
فائده: په دی سورة کښی حالات دغزوه بدر دی چه هغه په دوهم کال دهجرت درمضان په میاشت کښی وه په هغی کښی دری سوه دیارلس صحابه کرام وو او تقریباً‌ (۱۰۰۰) کسان کافران وو په دی غزاکښی مؤمنانو فتح حاصله کړه اوډیر غنیمتونه ئی په لاس کښی راغلل هرکله چه دغنیمتونوپه باره کښی ددی نه مخکښی حکم شرعی نه وؤ نوددی وجی ددوی په مینخ کښی اختلاف راغی یوډله وه چه هغوی جنگ کړی وؤ هغوی وئیل دازمونږ حق دی اودوهمه ډله چه هغوی د رسول اللّٰه ﷺ حفاظت کولو دهغوی هم دحصی دعویٰ کوله نو اللّه تعالٰی په دی اول آیت کښی اوفرمائیل چه تقسیم دغنیمتونو ستاسو په اختیارکښی نه دی نودکورنئ‌ داختلاف نه ځان اوساتئ‌ اود اللّه تعالٰی اودهغه رسول دحکم مطابق ئی تقسیموئ اوتفصیل ددی به ددی سورة په آیت یوڅلویښتم کښی راشی -

تفسیر

[۱] (الْأَنْفَالِ) داجمع دنفل ده اونفل زیاتی ته وائی اشاره ده دی ته چه مقصد دجهاد اِعلاء‌ دکلمة اللّه ده - غنیمت نه دی دوهمه اشاره ده دی ته چه په نفل څیزکښی اختلاف جوړول نه دی جائز - اوپه دی آیت کښی پنځه اداب دی (لِلَّهِ وَالرَّسُولِ) یعنی حکم دغنیمت خاص دی په اللّه تعالٰی او په رسول اللّٰه ﷺ پوری اللّه تعالٰی امرکوی اورسول ئی تقسیم کوی په امرد اللّه تعالٰی سره اوتقسیم ددی بل چاته نه دی سپارلی شوی (إِنْ كُنْتُمْ) اِن وئیلی شوی دی دډیرترغیب دپاره یا اِن په معنیٰ د اذ سره دی -
[۳-۲] په دی آیتونوکښی ذکردصفات دمجاهدینو دی چه ددی اول مصداق صحابه کرام وؤ اودا پنځه صفات دی اول دری صفات عبادت قلبی دی اوڅلورم عبادت بدنی دی اوپنځم عبادت مالی دی - سوال: په دی آیت کښی فرمائیلی دی چه په وخت دذکرد اللّه تعالٰی زړونه رپیږی اوسورة رعد کی فرمائیلی دی په آیت (۲۸) کښی چه په ذکر د اللّه تعالٰی سره اطمینان د زړه حاصلیږی نوپه دی کښی څه تطبیق دی؟ جواب دادی چه ویریدل دزړونو په هغه وخت کښی دی چه ذکر شی عذابونه د اللّه تعالٰی اواطمینان دزړونوپه هغه وخت کښی دی چه ذکرشی ثوابونه د اللّه تعالٰی (زَادَتْهُمْ إِيمَانًا) ابن قیم بدائع الفواید کښی وئیلی دی چه ایمان دوه قسمه دی یوایمان مطلق دی چه هغه صرف یقین دزړه دی په هغی کښی زیاتوالی یانقصان راتلل اختلافی مسئله ده صحیح داده چه په هغی کښی زیادت اونقصان راځی - اودوهم ایمان مقید دی یقین سره دعمل نوپه هغی کښی زیاتی کمی راتلل په سبب دزیاتوالی دعلم اودنقصان دعمل اتفاقی خبره ده لیکن څوک دهغی نه په زیادت سره تعبیرکوی اوڅوک په پوخ والی سره تعبیرکوی او داسی په سورة توبه (۱۲۴) کښی هم دی (يَتَوَكَّلُونَ) په توکل کښی رجا (امید ساتل) اوپناهی طلب کول اوحاجات غوښتل اورغبت کول ټول داخل دی چه دا خاص دی د اللّه تعالٰی پوری (ابن کثیر) اودا دری واړه صفتونه قلبی دی اوروستو دوه صفتونه عملی ظاهری دی - ظاهر داده چه په دی آیت کښی دوهم قسم ایمان مراد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>