قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۶ الأعراف

وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴿۲۰۴﴾ وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ وَلَا تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ ﴿۲۰۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ عِنْدَ رَبِّكَ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيُسَبِّحُونَهُ وَلَهُ يَسْجُدُونَ۩ ࣛ ﴿۲۰۶﴾

اوکله چه لوستی شی قرآن پس غوږ کیدئ‌ هغی ته او چپ شئ دی دپاره چه رحم اوکړی شئ ﴿۲۰۴﴾
اویادوه رب خپل په زړه خپل کښی په عاجزی اوپه ویری سره اوښکته دجهری (اوچتی) وینانه صبائی اوبی گائیی اومه کیږه دغفلت کوونکونه ﴿۲۰۵﴾
یقیناً هغه کسان چه نزدی دی رب ستاته لوئی نه کوی دهغه دبندگئ‌ نه اوپاکی وائی هغه لره اوخاص هغه لره سجدی کوی ﴿۲۰۶﴾

[۲۰۴] دی کښی دوه اداب ذکردی اووم اتم په وخت دلوستلود قرآن کښی یعنی قاری له په کاردی چه اوریدونکوته دا آداب بیان کړی اوصحیح داده چه دا آیت عام دی - مونځونو او خطبو ته شامل دی دارنگ عام اوقاتو کښی چه قرآن لوستلی کیږی نودا ادب واجب دی -
فائده: استماع اوریدل دی په قصد اوپه ارادی سره اوسماع عام دی که قصد وی اوکه نه وی او انصات پریښودل د نورو مشاغلوته وائی - په آیت کښی دوه بحثونه دی - اول بحث په باره دنزول او خطاب ددی آیت کښی، امام رازی په دی کښی ډیراقوال ذکر کړی دی اول داچه دا آیت په خپل عموم باندی جاری دی په هروخت کښی چه یوانسان قرائت دقرآن کوی نوپه هرچاباندی دهغی اوریدل واجب دی که په مونځ کښی وی یا خطبه کښی یادرس دقرآن وی تردی پوری چه شامی لیکلی دی - یکره ان یقروالقرآن جملة واحدة اه - یعنی ډیرکسان چه یوځای دقرآن قرائت په اوچت آواز سره کوی (لکه ختمیان) نودامکروهه کاردی - دوهم قول دادی چه دا نازل شوی دی په رد دخبروکولوکښی په مانځه کښی دریم قول دادی چه دانازل شوی دی په باره دمنع کولودسلامونونه په یوبل باندی په مانځه کښی څلورم قول داچه دانازل شوی دی په باره د خطبه کښی پنځم قول دادی چه دانازل شوی دی په باره دقرائت خلف الامام کښی اودا قول ابن جریر او ابن کثیرهم ذکرکړیدی - اوشپږم قول دادی چه دا خطاب دی کافرانوته اودرحم نه مراد حصول دهدایت دی - اوامام رازی دا قول غوره کړی دی - سوال: امام احمد وئیلی دی په اجماع سره ثابت ده چه دا آیت په باره دی صلوٰة کښی دی؟ جواب: امام زیلعی ددی هیڅ سند نه دی ذکر کړی اودارنگ بیهقی په هیڅ کتاب باندی حواله نه ده ورکړی وبله وجه دا چه ابن کثیر په ډیرو سندونوسره نوراقوال (چه مخکښی ذکر شوی دی) راوړی دی نواجماع په یو قول باندی څنگه ثابته شوه - هان اعتبار دعموم دلفظ لره وی نه خصوص دسبب لره اوکله آیاتونه نازل شوی دی په باره دکافرانوکښی اوهغی نه دمؤمنانوپه باره کښی استدلال کیدی شی لکه آیت ان الذین یکتمون اه په باره د یهودو کښی دی لیکن شامل دی هغه مسلمانانو علماؤ ته چه بعضی خلق مسئلی پټوی - دوهم بحث: آیا ددی آیت استدلال په منع دقرائت خلف الامام سره صحیح دی وکه نه؟ جواب دا استدلال ضعیف دی په ډیرووجوسره اوله وجه داده چه دآیت مطلب دادی چه په امام پسی په اوچت آواز سره قرائت مه کوئ ځکه هغه د استماع او دانصات سره منافی دی اوقرائت په پټه سره داستماع او دانصات سره هیڅ منافات نه لری اوتائید ددی دادی چه صاحب هدایه په باب دخطبه د جمعه کښی وئیلی دی چه استماع او انصات خطبی ته واجب دی لکن کله چه خطیب اولولی یاایهاالذین امنوا صلواعلیه و سلمواتسلیما نو آوریدونکی دی په پټه درود اووائی - کفایه کښی لیکلی دی چه په ژبه سره دی پټ اووائي نو داپټ وئیل په ژبه سره داستماع او انصات منافی نه دی - که نه دی فقهاؤ به دهغی اجازت نه ورکولی دوهمه وجه داده چه مقتدی قرائت کوی په سکتاتودامام کښی لکه چه امام ترمذی په ذکردمذهب داصحاب الحدیث کښی وئیلی دی اوامام بخاری په جزء القراءة کښی وئیلی دی چه په اول سکته کښی دی قرائت اوکړی - دریمه وجه داده چه اگرچه دا آیت اگرچه سورة فاتحه ته شامل اوعام دی لیکن په احادیثو دلا صلوٰة سره داخاص کړی شوی دی -
[۲۰۵] دی آیت کښی هم دوه آداب ذکردی نهم اولسم اودذکر درب دوه طریقی ئی ذکرکړی دی یو (فِي نَفْسِكَ) په زړه کښی ذکرکول بغیردحرکت دژبی نه او دا اخفیٰ ذکردی اورازی او الوسی وئیلی دی چه فی نفسک کښی اشاره ده چه عالم به وی په معنیٰ دذکرباندی نوذکرلسانی بغیردعلم د معنیٰ نه ثواب نه لری دوهم (وَدُونَ الْجَهْرِ) په ژبه ذکرکول په پټه دابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه داسی دی وائی چه ځآن ته ئی اوری - دا آیت دلیل دی چه اصل په ذکرونوکښی پټ والی دی څوپوری چه خاص دلیل شرعی نه وی نواوچت ذکرکول بدعت دی (بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ) مراد ددی نه هروخت دی لیکن تخصیص ددی دوو وختونو دڅووجونه ئی کړی دی اوله وجه داده چه وخت دغداة وخت دبیدارئ دی اووخت داصال وخت دراتللو دخوب دی نواشاره ده چه ابتداء‌ کول دبیدارئ‌ اودخوب په ذکرد اللّه تعالٰی سره په کارده - دوهمه وجه داده چه په دی دوو وختونوکښی عملونه دورځی او دشپی بره ورخيژی نوپه دغه وختونوکښی کثرت ذکرپه کار دی -
[۲۰۶] دی آیت کښی مقصد ترغیب دی مبلغ ته په بیان دحال دمقربینوسره چه دا دری صفات لری یوصفت دزړه دی اودوهم دژبی دی اودریم داندامونودی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>