قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۵ الأعراف

وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۲۰۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ ﴿۲۰۱﴾ وَإِخْوَانُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِي الْغَيِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ ﴿۲۰۲﴾ وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِمْ بِآيَةٍ قَالُوا لَوْلَا اجْتَبَيْتَهَا قُلْ إِنَّمَا أَتَّبِعُ مَا يُوحَى إِلَيَّ مِنْ رَبِّي هَذَا بَصَائِرُ مِنْ رَبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۲۰۳﴾

اوکه اورسی تاته دطرف دشیطان نه څه وسوسه (دغصه کیدلو) پس پناهی اوغواړه په اللّه تعالٰی سره یقیناً هغه هرڅه اوری پوهه دی په هرڅیز ﴿۲۰۰﴾
یقیناً هغه کسان چه وریریږی د اللّه تعالٰی نه کله چه اورسی دوی ته څه وسوسه دشیطان نویادکړی دوی اللّه تعالٰی لره پس دغه وخت کښی دوی پوهیدونکی وی ﴿۲۰۱﴾
او رونړه ددی شیطانانو راکاږی هغی لره شیطان په سرکشئ کښی بیادوی کمی نه کوی (په گمراهئ‌ کښی) ﴿۲۰۲﴾
اوکله چه رانه وړی دوی ته یوآیت (چه دوی ئی غواړی) دوی وائی ولی دځان نه نه جوړوی دا ته ورته اووایه یقیناً زه خوتابعداری کوم دهغی چه وحی کیدی شی ماته دطرف درب ځمانه داقرآن دپوهی خبری دی دطرف درب ستاسونه اوهدایت اورحمت دی هغی قوم لره چه ایمان لری ﴿۲۰۳﴾

[۲۰۰] دا څلورم ادب دی کله که مبلغ له غصه راشی دوجی دعمل دجاهلانونه نو اعوذبااللّه دِ اووائي اوداسی په سورة حٰم سجده (۳۶) کښی هم دی (سَمِيعٌ) کښی اشاره ده چه اعوذبااللّه په ژبه سره وئیلی شی او (عَلِيمٌ) کښی اشاره ده چه په زړه کښی به دهغی عقیده او علم لری - شربینی لیکلی دی چه صرف لفظی ذکر فائده نه ورکوی بغیردمغرفت قلبیه نه -
[۲۰۱] هرکله چه نزع دشیطان ذکر شوه دلته اوس دهغی عموم ذکر کوی اودوه قسمونه دانسانانو ذکر کوی (طَائِفٌ) په معنیٰ دغضب او د ارادی دگناه اوگناه کول اود پیریانو حمله کول دی په دی ټولومعانوسره راځی (تَذَكَّرُوا) یاد کړئ‌ وعد او وعید د اللّه تعالٰی یا یاد کړئ استعاذه وئیل په دی آیت کښی پنځم ادب ذکردی په لفظ دتذکروا سره - او اشاره دی دی ته چه شیطان غلبه نشی کولی په متقیانوباندی -
[۲۰۲] دی آیت کښی ذکردی چه څوک دشیطان تابعداری کوی نودی دهغه رور دی اودا دوهمه ډله ده دشیطان ملگری دی غاویان دی په مقابله دمتقیانو کښی (لَا يُقْصِرُونَ) ضمیر شیطانانو یا اخوان ته راجع دی یعنی شیطانان په وسوسه کولو کښی اواخوان دهغوی په گناه کولو کښی قصور او کمی نه کوی -
[۲۰۳] دی آیت کښی ذکر دگمراهئ‌ دهغوی دی چه دوی ته آیتونه اومعجزی دپیغمبرخودساخته گنړی ددی وجی نه دهغه نه دجوړولو طلب کوی بیاپه دی آیت کښی شپږم ادب ذکر دی په قل اه سره - (هَذَا بَصَائِرُ) داتفسیردی د مَا يُوحَى إِلَيَّ دپاره اواشاره ده که ستاسو غوښتلی شوی معجزه رانوړم نوڅه حرج نیشته ځکه چه قرآن کافی معجزه ده - بَصَائِرُ مراد ددینه داسی حجتونه او دلیلونه دی چه دعقل دپاره بصیرت پیدا کوی نودا تسمیه دسبب ده په اسم دمسبب سره - فائده اخستونکی دقرآن نه دری قسمه دی اول چه مرتبه دعین الیقین کښی وی نودهغوی دپاره بصآئر دی - دوهم چه علم الیقین والاوی نودهغوی دپاره هدٰی دی اودریم چه حق الیقین والاوی نودهغوی دپاره رحمت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>