قَالَ الْمَلَأُ ۳۷۸ الأنفال

الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۳﴾ أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۴﴾ كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِنْ بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ ﴿۵﴾

داهغه کسان دی چه پابندی کوی دمانځه او دهغه مال نه چه ورکړی دی مونږدوی ته خرچ کوی (په لار د اللّه تعالٰی کښی) ﴿۳﴾
دغه کسان خاص دوی مؤمنان دی یقیناً دوی دپاره ډیری درجی دی په نیزدرب ددوی اوبخنه ده اورزق عزتمند دی ﴿۴﴾
ځکه چه ویستلی ئی ته رب ستا دکورستانه په حکمت سره اویقیناً یوه ډله دایمان والو نه خامخا خفه وو (طبعا) ﴿۵﴾

[۴] حق دمؤمن دی ته وائی چه ظاهر اوباطن ایمان کښی برابر وی او دی ته کمال ایمان وائي اوپه دی آیت کښی زیری دی دپاره دمجاهدینو په پنځه طریقو سره -
[۵] دلفظ د کَمَا په تعلق دمفسرینو ډیر اقوال دی - لیکن غوره قول په کښی دادی چه دا (ک) دپاره دعلت دی دا بحرمحیط کښی ذکردی اودا متعلق دی دجملی الانفال لِلّه والرسول سره یعنی دا اول علت دی داولی دعویٰ دپاره - حاصل دهغی دادی چه‌ په ورځ دبدرکښی دقتال دپاره راوتل ستاسو دطبیعت نه خلاف وو لیکن اللّه تعالٰی راویستئ او غنیمتونه ئی درکړل نوپه هغی کښی ولی اختلاف کوئ اوپه دی آیت کښی مراد دکراهت نه کراهت طبعی غیراختیاری دی داقول د مبرد دی تقدیردعبارت دادی قل الانفال ِللّهِ والرسول وان کَرِهوا کما کانوا یکرهون الخروج یاکاف په معنیٰ دواو سره دی (اللّه تعالٰی) په معنیٰ دحکمت یاپه معنیٰ دجهاد سره دی (مدارک او کبیر) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>