وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۸ الأعراف

وَكَمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَائِلُونَ ﴿۴﴾ فَمَا كَانَ دَعْوَاهُمْ إِذْ جَاءَهُمْ بَأْسُنَا إِلَّا أَنْ قَالُوا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۵﴾ فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ ﴿۶﴾ فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِمْ بِعِلْمٍ وَمَا كُنَّا غَائِبِينَ ﴿۷﴾ وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸﴾ وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَظْلِمُونَ ﴿۹﴾

او ډیرو کلووالا چه هلاک کړی دی مونږهغه پس راغی هغوی ته عذاب زمونږ په وخت دشپی کښی یابه دوی ارام کؤو په وخت دغرمه کښی ﴿۴﴾
پس نه وو فریاد ددوی کوم وخت چه راغی دوی ته عذاب زمونږ مگرچه وئیل دوی یقیناً مونږ ؤو ظالمان ﴿۵﴾
پس خامخا تپوس به کوو مونږدهغه کسانو(امتونونه) چه لیږلی شوی دی دوی ته رسولان اوخامخاتپوس به کؤو دلیږلی شؤونه ﴿۶﴾
پس خامخا بیان به اوکړو په دوی باندی په علم خپل سره اونه یومونږغائب (ددوی دعلمونونه) ﴿۷﴾
اوتول په دغه ورځ یقینی دی پس هغه څوک چه دروند وی وزن دعملونو دهغوی پس دغه کسان دوی بچ کیدونکی دی (دعذاب نه) ﴿۸﴾
اوهغه څوک چه سپک وی عملونه دهغوی پس داهغه کسان دی چه تاوانی کړی دی ځانونه خپل په سبب ددی چه دوی په آیاتونوزمونږظلم کؤو ﴿۹﴾

[۵-۴] دا ویره دنیوی ده یعنی عذاب د اللّه تعالٰی په وخت دغفلت دخلقو کښی راځی نوبیا توبی ته اوزگار نه وی مگرتوبه کوی په وخت دراتللودعذاب کښی لیکن هغه نه قبلیږی، په دی کښی دری احوال دمنکرینوذکر کړی دی اهلاک، غفلت، اقرارپه ظلم (أَهْلَكْنَاهَا) مراد ددی نه اراده د اهلاک ده یااجمال دی او ورپسی فا تفصیلیه ده (قَائِلُونَ) دقیلوله نه دی ارام کول په وخت دغرمه کښی که خوب ورسره وی اوکه نه وی اوپه قوم شعیب باندی عذاب په داسی وخت کښی راغلی وؤ (ظَالِمِينَ)مراد دظلم نه تابعداری نه کول دماانزل دی اوتابعداری دغیر ده -
[۶] دا ویره اخروی ده په ذکر ددری احوالوسره دلته اول حال ذکردی یعنی سوال، دهرچانه دهغه مناسب تپوس کیږی نودرسولانونه به دهغوی دعوت کولوپه باره کښی تپوس کیږی لکه احزاب (۸) کښی اوتپوس دامت دحال به کیږی لکه مائده (۱۰۹) کښی - اودعاموخلقونه به تپوس صرف د عمل نه کیږی بلکه لِمَ ولی دِکوؤ څه باعث وؤ چادپاره دِ داعمل کړی وؤ او کَیفَ چه دچاپه طریقه دِ کړی وؤ اودارنگ ذکر دی په سورة حجر (۹۲) کښی اوعدم سوال چه ذکر دی په سورة قصص (۷۸) اوسورة رحمٰن (۳۹) کښی نوهلته تطبیق ذکر کړی شوی دی -
یعنی که څوک پټوی یاانکار کوی نو اللّه تعالٰی به په خپله بیان اوکړی په دی آیت کښی دوهم حالت ذکر شو [۷]
[۹-۸] په دی آیت کښی دریم حال ذکرکوی چه وزن دی یعنی دقیامت داحوالونه وزن دعملونو هم حق دی اودروند والی او سپکوالی دعملونو دتوحید اوسنت په شته والی او نیشت والی سره دی ډیروالی او کم والی نه دی مراد - اودوزن نه مراد وزن دصحیفی داعمالودی لکه چه په صحیح احادیثو کښی راغلی دی هان وزن دنفس علمونوهم کیدی شی بغیرددی نه چه څه جسم ورله ورکړی لکه چه اوس هواگانی اویخنی او گرمی تللی کیږی اووزن دبعضی انسانانوهم په حدیث کښی راغلی دی - لیکن معتزله او منکرین دحدیث چه تاویل دوزن کوی په نفس عدل اوقضاسره اودوزن او میزان حقیقی نه انکارکوی نوهغه دظاهری او صریح آیاتونونه انکاردی لکه چه قرطبی ذکرکړی دی (مَوَازِينُهُ) جمع دمیزان ده نوظاهرداده چه میزانونه به ډیروی په اعتباردانسانانویاد اعمالوسره یاجمع دموزون ده مرادترینه اعمال دی اوظاهرداده چه دروندوالی سپکوالی په ډیروالی سره نه دی اولفظ (خَسِرُوا) او (يَظْلِمُونَ) دلالت کوی چه وزن دعملونودکافرانو هم حق دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>