وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۹ الأعراف

وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ ﴿۱۰﴾ وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُنْ مِنَ السَّاجِدِينَ ﴿۱۱﴾ قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ ﴿۱۲﴾ قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَنْ تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ ﴿۱۳﴾

اویقیناً ځای درکړی دی مونږتاسوته په ځمکه کښی او جوړکړی دی مونږتاسولره په دی ځمکه کښی اسباب دژوند ډيرکم شکرکوئ تاسو ﴿۱۰﴾
اویقیناً پیدا کړی یئ مونږتاسو بیا مونږشکلونه درکړی دی تاسوته بیا (داهم واورئ) چه وئیلی وومونږملائکوته سرخکته کړی په تعظیم سره آدم علیه السلام ته پس سجده اوکړه دوی (په هغه طریقه) مگر، ابلیس نه ؤو دی دسجده کؤونکونه ﴿۱۱﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی څه شی اوبللی ته سجدی نه کولو ته کوم وخت چه ما حکم اوکړو تاته ده اوئیل زه غوره یم دده نه (ځکه چه) تا زه پیداکړی یم داورنه او دی دِ پیداکړی دی د خټی نه ﴿۱۲﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی په کوزشه ددی ځای نه پس نه دی مناسب تالره چه لوئی اوکړی ته په دی ځای کښی پس اوځه یقیناً ته د ذلیلانو نه ئی ﴿۱۳﴾

[۱۰] داترغیب دی تحمیل داحکامود اللّه تعالٰی ته اوپه آخری جمله کښی زجردی اوداآیت دلیل دی چه بغیردځمکی نه دانسان بل ځای اوسیدل نشی کیدی -
[۱۱] ددی ځای نه دوهم باب دی تر (۳۶) پوری په دی کښی واقعه دآدم علیه السلام او ابلیس ده دپاره درد دشرک فعلی (چه دوی په طواف کښی په ځان جامی حرام کړی دی) اوڅلورم کرته خطاب دی په یابنی آدم سره اول ځل دپاره دتذکیردنعمت دلباس دوهم ځل دپاره دبچ کیدلو دوسوسی دشیطان نه اورد دی په دلیل دمشرکانوباندی دریم ځل دپاره درد دشرک فعلی اوذکر دتحریمات الٰهیه څلورم ځل دپاره دنعمت درسالت - بیا په دی آیت کښی تفصیل دی دابتداء د مکناکم چه تمکین کښی معنیٰ دعزت او د اکرام ده اوهغه په واقعه دسجود سره ښکاره ده (خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ) په دی کښی اول قول دادی چه خلق دمادی د آدم علیه السلام اوبیاصورت جوړول دهغه دی نومراد ددی اَبَاکُمْ دی (اسْجُدُوا) مراد سجدی نه سجده تحیه ده دپاره داکرام آدم علیه السلام ته په سرښکته کولوسره لیکن زمونږامت کښی داهم منع ده نورتفصیل سورة بقره کښی تیرشوی دی -
[۱۲] ددی آیت نه معلومه شوه چه دنص یعنی ښکاره حکم داللّه تعالٰی اودرسول په مقابله کښی خپل قیاس پیش کول داکاراول ابلیس کړی وؤ دارنگ هرمشرک او مبتدع دنس مقابله کښی قیاسونه پیش کوی داقرطبی ذکر کړی دی - اودا دلیل ئی په دی سورت کښی ذکر کړو اشاره ده چه شرک فعلی کوؤنکی داسی دلیلونه پیش کوی - اودی آیت نه معلومه شوه چه ابلیس هم مامور وؤپه سجده کولوسره (أَنَا خَيْرٌ) داتزکیه ده خپله او تکبردی اوپه ضمن کښی اعتراض دی په امرداللّه تعالٰی باندی (خَلَقْتَنِي) دا علت دی داناخیرلیکن دلیل ئی غلط دی ځکه چه خاوره اوخټه کښی داورنه زیاتی فائدی دی (مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ) په دی کښی یوقول دادی چه لازائد دی لکه په سورة ص (۷۵) کښی بغیر دلانه دی -
[۱۳] دا آیت دلیل دی چه تکبرسبب دذلت دی اوپه دی کښی دهغه تذلیل په دری طریقوسره ذکر کړو اول (فَاهْبِطْ) داهبوط په طریقه دتذلیل سره دی په قرینه دمایکون لک، اوپه هبوط آدم کښی داقید نیشته نوهغه دپاره تذلیل نه دی دوهم (اخْرُجْ) دالفظ روستو داهباط نه دپاره دتاکید دذلت دی دریم (الصَّاغِرِينَ) اشاره ده چه مقابل دتکبرکښی صغارراځی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>