وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۷ الأعراف

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

المص ﴿۱﴾ كِتَابٌ أُنْزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُنْ فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِنْهُ لِتُنْذِرَ بِهِ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ ﴿۳﴾

المص ﴿۱﴾
داکتاب دی نازل کړی شوی دی تاته پس نه دی وی په سینه ستاکښی تنگسیادرسولو دده نه دی دپاره چه ویره ورکړی په دی سره اویاداشت دپاره دایمان والو ﴿۲﴾
تابعداری کوئ دهغی چه نازل کړی شوی دی تاسوته دطرف درب ستاسونه اوتابعداری مه کوئ‌ خلاف د اللّه تعالٰی نه دنورو دوستانو ډیرکم نصیحت اخلئ‌ تاسو ﴿۳﴾

سورة الأعراف

ربط: ددی سورت دادی چه په سورة انعام کښی دلیلونه عقلی بیان شول په مسئله دتوحید باندی نوپه دی سورت کښی دلیلونه نقلی دی په دی مسئله اوبهادری دپیغمبرانو ذکرکوی دپاره دبیان دتوحید -
دعویٰ ددی سورت دری دی: اوله بهادری اوکړئ دپاره دبیان دمسئلی دتوحید اودقرآن په (۲) کښی دوهم تابعداری دکتاب او سنت کوئ ددی نه خلاف دهیچ چا اتباع مه کوئ خصوصاً په تحلیل او تحریم کښی په (۳) کښی - دریمه شرک مه کوئ‌ د اللّه تعالٰی سره په بندگئ او په بلنه کښی په (۵۴) کښی -
خلاصه: ددی سورت دوه حصی دی اوله حصه تر (۵۴) پوری ده په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی کښی اوله دعویٰ او دوهمه دعویٰ ذکر ده بیا تخویف دنیوی په ذکرکولوددری حالاتو دمنکرینو په (۵،۴) کښی اوبیا تخویف اخروی دی په ذکرددری حالاتوسره په (۸،۷،۶) کښی اوبیا ترغیب دی په (۱۰) کښی -

تفسیر

[۱] دمقطعاتوپه باره کښی تفصیل مخکښی تیرشوی دی اودلته ورسره حرف ص کښی لطیفه اشاره ده ډیروقصو ددی سورت ته اوصفت دصمدیت د اللّه تعالٰی ته -
[۲] مطلب دادی چه دا کتاب نازل کړی شوی دی دپاره دبیان نوددی په تبلیغ کښی چه څه تکلیفونه راځی نوصبرکوه او ځان مه تنگوه - دی آیت کښی اوله دعویٰ ده په دی کښی تعریف دکتاب اودوه فائدی دکتاب اویوادب دهغی ذکر دی (لِتُنْذِرَ) عام دی مشرکانو کافرانوته سره دمؤمنانونه او (ذِكْرَى) خاص دی مؤمنانوپوری -
[۳] دا دوهمه دعویٰ ده داکیفیت د انذار او ذکریٰ دی (مَا أُنْزِلَ) قرآن او سنت مدارک، خازن، قرطبی ټولو وئیلی دی نوکوم کتاب یاپیرملا وغیره چه ددی نه خلاف وی نودهغه تابعداری مه کوئ - (أَوْلِيَاءَ) مراد دولایت نه تابعداری کول دی سره د محبت نه قرطبی وئیلی دی څوک چه راضی شو په یومذهب نواهل دهغه مذهب دده اولیاء شول (قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه داسی صفت والاخلق په دنیاکښی ډیرکم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>