وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۶ الأنعام

لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿۱۶۳﴾ قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۱۶۴﴾ وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ الْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۶۵﴾

نیشته هیڅ برخی والا دهغه اوپه دی سره حکم کړی شوی دی ماته اوزه د اول توحید والونه یم ﴿۱۶۳﴾
ته اوایه: آیا سیوا د اللّه تعالٰی نه زه اولټوم بل رب اوهغه رب دهرڅیز دی اوعمل نه کوی هرنفس (بدعمل) مگرضرربه ئی په هغه باندی وی اونه شی پورته کولی یوگنهگار پیټی دبل چابیا ستاسو رب ته ورگرځیدل ستاسو دی پس خبربه درکړی تاسوته په هغه څه چه تاسو په هغی کښی اختلاف کؤو ﴿۱۶۴﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه اوگرځولئ تاسوآباد (یوبل پسی) په ځمکه کښی اوپورته کړی دی بعضی ستاسودپاسه دبعضوپه درجو (دعلم او مال کښی) دی دپاره چه ازمیښت اوکړی په تاسوباندی په هغه څه کښی چه درکړی دی تاسوته یقیناً ستارب زرعذاب ورکؤونکی دی (نه منونکوته) اویقیناً هغه دی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی ﴿۱۶۵﴾

[۱۶۳] نفی دشرک اعتقادی او عملی دواړو مراد ده (وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ) هریونبی په خپل امت کښی اول مسلم دی اودالفظ وئیل خصوصیت د رسول اللّٰه ﷺ دی اودامتی دپاره بغیر دقرآن لوستلونه دا کلمه وئیل نیشته بلکه وانامن المسلمین به وائی لکه چه بعضی روایاتوکښی راغلی دی -
[۱۶۴] دابله طریقه دتعلیم ده اوجوابونه ددری سوالونو - اول سوال: سیوا د اللّه تعالٰی نه بل هم مدبردعالم کیدی شی نونسل ئی په کاردی لکه قطب؟ جواب: دادی چه اللّه تعالٰی رب مدبردهرڅیزدی نوبل مدبرته ضرورت نیشته - دوهم سوال: که اوئیلی شی چه په دی عقیدی سره په انسان باندی گناه نه راځی؟ جواب: (وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ) مراد دکسب نه کول دگناه دی لکه شرک کول د اللّه تعالٰی سره چه هغه نه معاف کیږی بلکه گناه دشرک به په مشرک باندی ضرور راځی - دریم سوال: که څوک اووائی چه ددی کارگناه به زه اوچت کړم لیکن ته داسی کار اوکړه؟ جواب: (وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) سوال: پیټی دگناه په بل هیڅ چاباندی نشی راتلی بغیردگناه کوونکی نه نو د وَازِرَةٌ تخصیص ئی ولی اوکړو؟ جواب: داسی وسوسه اچوونکی همیشه وَازِرَةٌ (گنهگار) وی ددی وجی نه تخصیص ئی اوکړو اگرچه حکم عام دی او داسی سوال جواب په سورة عنکبوت کښی ذکر شوی دی (ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ) دا تخویف اخروی دی (فَيُنَبِّئُكُمْ) انباء دخبرورکولو نه مراد فیصله کول دی په مینځ دحق پرست او باطل پرست کښی په جزاو سزا ورکولو سره -
[۱۶۵] داترغیب دی عمل کولوته په احکاموددی سورت باندی اواثبات دربوبیت د اللّه تعالٰی دی کوم چه مخکښی آیت کښی ذکر شوی دی (خَلَائِفَ) سجستانی وئیلی دی چه معنیٰ ددی اوسیدونکی دی چه په یو بل پسی نائبان وی اوشربینی وئیلی دی چه دا صفت ددی آخری امت دی ځکه چه نبی ﷺ خاتم النبیین دی نوامت دهغه هم خلیفه دی دمخکښی ټولو امتیانو (وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ) داجواب دسوال دی چه هرکله په هریو کښی وصف دخلیفه وی نوپه کارده چه په ټولو کښی مساوات وی؟ جواب: اوشوحاصل دجواب دادی چه دوی ئی په تفاوت سره گرځولی څوک عاقل څوک جاهل څوک مالدار څوک غریب څوک مالک څوک مملوک دپاره دابتلاء ستاسو اومقصد په ابتلاء کښی معرفت دتوحید د اللّه تعالٰی دی اوفرق کول دی په مینځ دشکرکوونکی ددی نعمت اوکفران کوونکی کښی (فِي مَا آتَاكُمْ) مراد ددی هرهغه صفت او حالت دی چه انسان په هغی سره متصف وی په مالدارباندی ابتلاء ده په مالدارئ کښی اوپه غریب باندی په غریبئ کښی او ښائسته شکل والاباندی په دغه صفت کښی اوپه بدشکل والا دهغه په حال کښی اوپه عاقل عالم باندی په علم کښی اوپه جاهل باندی په جهل کښی (إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ) دا تخویف دی شکونه کوونکی ددی نعمت اودارنگ عمل نه کوونکی په دی سورت باندی (وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ) دابشارت دی شکرگذار دنعمتونوته اوعمل کوونکی ته په دی سورت باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>