وَلَوْ أَنَّنَا ۳۱۵ الأنعام

مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۱۶۰﴾ قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۶۱﴾ قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۶۲﴾

څوک چه راغی په نیک عمل سره پس ده لره لس چنده ثواب دهغی دی اوڅوک چه راغی په بدعمل سره پس سزابه نه ورکیږی مگردهغی په شان اوپه دوی به هیڅ ظلم نه کیږی ﴿۱۶۰﴾
اوایه یقیناً رسولی یم زه رب ځما نیغی لاری ته چه دین پوخ دی ملت دابراهیم علیه السلام دی چه کلک ووپه توحید باندی اونه ؤو دمشرکانو نه ﴿۱۶۱﴾
اوایه: یقیناً لمونځ ځما او مالی عبادت ځما اوژوند ځما اومرگ ځما خاص اللّه تعالٰی لره دی چه رب د ټول عالم دی ﴿۱۶۲﴾

[۱۶۰] داتفصیل دجزاء اخروی دی یعنی ډلوته اعتبارنیشته بلکه اعتبار حسنه او سیئه ته دی - (عَشْرُ أَمْثَالِهَا) دا ذکر دادنیٰ ثواب دی اوددی نه په بره مقدار معلوم نه دی - سوال: امثالها جمع دمذکرده نوپه کار داوؤ چه عشره په تانیث سره ذکروی؟ جواب: په دی کښی حسنات لفظ پټ مراد دی یعنی عشرحسنات امثالها یعنی یوه نیکی داسی ده لکه چه لس نیکئ اوکړی اودهری نیکئ یوثواب دی نولس ثوابونه شول (بِالْحَسَنَةِ) هغه عمل دی چه په عقیده دتوحید اوپه طریقه دسنت باندی بناوی اوسیئه ددی خلاف دی -
[۱۶۱] دابیان تفصیلی د نبی ﷺ دی دادلیل وحی دی او څلورم قسم دی دطریقو دتعلیم چه بیان ددین حقه دی - په دی سورت کښی چه بیان اوشو نودا (۱) صراط مستقیم دی - (۲) دین قیم دی (۳) ملت ابراهیمیه دی (هَدَانِي) په دی کښی دلیلونونقلیو، وحییو او طرق تعلیم ته اشاره ده چه په دی سورت کښی تیر شوی دی (دِينًا قِيَمًا) په دی کښی عقلی دلیلونو ته اشاره ده - دِينًا بدل دی دمحل دصراط مستقیم نه یا اتّبعت فعل پټ دی (مِلَّةَ) دا بدل دی د دینانه اودابیانات د نبی ﷺ دپاره داظهاردفرق دی په مینځ دمؤحدینو او مشرکینوکښی -
[۱۶۲] داخلاصه دملت ابراهیمیه ده چه عبادت بدنیه او مالیه اوژوند تیرول او مړه کیدل صرف د اللّه تعالٰی دپاره دی (صَلَاتِي) عام دی فرض، نفل ته (نُسُكِي) ټولو کارونو دتقرب الٰهی او طاعت ته وئیلی شی (قرطبی) یاصرف ذبح کول (قربانی) اویا صرف طریقی د ادا کولو دحج مراد دی (مَحْيَايَ) صرف ژوند تیرول اوهغه کارونه چه زه ئی په ژوند کښی کووم (مَمَاتِي) صرف مړکیدل او هغه حالت چه زه په هغی باندی مړکیږم لکه ایمان او طاعت یاوصیت کول په وخت دمرگ کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>