وَإِذَا سَمِعُوا ۲۶۰ الأنعام

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ ﴿۱﴾ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ طِينٍ ثُمَّ قَضَى أَجَلًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى عِنْدَهُ ثُمَّ أَنْتُمْ تَمْتَرُونَ ﴿۲﴾

ټول صفتونه دخدائیتوب خاص اللّه تعالٰی لره دی هغه ذات دی چه پیدا کړی دی آسمانانونه اوځمکه او جوړی کړی دی تیاری او رنړا بیاهم (لری خبره ده) چه داکافران درب خپل سره برابر گنړی نور خلق ﴿۱﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسودخټی نه بیائی فیصله کړی د نیټی دمرگ، اونیټه چه مقرر ده (ټول مخلوق دپاره) په علم د اللّه تعالٰی کښی ده بیاهم تاسو شک کوئ‌ ﴿۲﴾

سورة الأنعام

ربط: دسورة انعام دمخکښی سورة سره دادی چه مخکښی سورت کښی ترغیب وؤ په لوظونوپوره کولو چه هغه په باره دحلال او حرام کښی وؤ اورد وؤ په شرک دنصاریٰ باندی نودی سورت کښی اصل مقصد چه توحید دی دهغی تفصیل کوی په دلیلونوسره -
دعویٰ ددی سورت: توحید ثابت کول دی په دلیلونو عقلی او نقلی سره اورد دی په ټولو اقسامو دشرک اوپه مشرکانوباندی سرهٔ د طریقو دتعلیم نه -
خلاصه : په سورت کښی دوه حصی دی اوله حصه تر (۱۱۷) پوری ده په هغی کښی رد دی په شرک اعتقادی باندی اوپه دی کښی شپږبابونه دی اول باب تر (۱۱) پوری دی په دی کښی دعویٰ دتوحید اوپه هغه باندی دری عقلی دلیلونه دی اوپه هریوکښی دری دری امور دی ، بیازجر دی په دری طریقو سره، بیاتخویف دنیوی دی په دری طریقوسره، بیا جوابونه ددری سوالونو اوآخر کښی تسلی ده په دری طریقوسره -

تفسیر

[۱] په دی کښی دعویٰ دتوحید ده اول دلیل عقلی دی چه هغه دری قسمه دی علوی سفلی وسطی - (الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ) مراد ددی نه عام دی که محسوسی وی لکه شپه اوورځ یامعنوی وی لکه شرک او توحید جهل او علم (ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ) دازجردی منکرینوته اوثم دتعقیب ذکری دپاره دی یا داستبعاد دپاره دی (يَعْدِلُونَ) دعدل نه دی برابرئ ته وئیل شی اوبربهم متعلق دی په یعدلون پوری یعنی دخپل رب سره نور مخلوق برابروی یعنی شرک کوی یادعدل نه دی اوبربهم متعلق دی په کفروا پوری یعنی عدول (مخ اړوی) دحق نه (ظُّلُمَاتِ) جمع ئی ذکر کړی ده ځکه چه دهغی اقسام او اسباب اوافراد ډیردی اونوریو دی -
[۲] دادوهم دلیل عقلی دی او (أَجَلًا) نه مراد مرگ دی او دوهم (أَجَلٌ) نه مراد نیټه دقیامت ده، اوپه دی کښی دری اموره دی (مِنْ طِينٍ) دټولو انسانانو اصل ماده اواوله ماده ده - یا مراد دادی چه ستاسو پلارئی دخټی نه پیداکړی دی په لفظ دتین کښی اشاره ده چه په انسان کښی استعداد دعلم اوکمال شته په محنت سره لکه چه دخټی نه ښه څیزونه جوړیږی په محنت سره (قَضَى أَجَلًا) داد ولادت نه ترمرگه پوری ده (وَأَجَلٌ مُسَمًّى) داد مرگ نه تر بعث پوری ده دایوقول دی دوهم داچه اول اجل نفس نیټه دمرگ اودوهم اجل ورځ دقیامت ده - اودا غوره قول دی (تَمْتَرُونَ) دمریة نه ماخوذ دی په معنیٰ دشک سره یا دمِراء‌ نه دی په معنیٰ دجگړه کولو سره اوثم داستبعاد دپاره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>