وَإِذَا سَمِعُوا ۲۵۹ المائدة

إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۱۱۸﴾ قَالَ اللَّهُ هَذَا يَوْمُ يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۹﴾ لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۲۰﴾

که ته عذاب ورکوی دوی ته پس یقیناً دوی ستابندگان دی اوکه ته بخنه کوی دوی ته پس یقیناً ته زورآور ئی حکمتونووالائی ﴿۱۱۸﴾
اوبه وائی اللّه تعالٰی دا ورځ ده چه فائده به ورکوی رشتیا ویونکوته رشتیاوئیل دهغوی (په دنیاکښی) دوی لره جنتونه دی چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی دوی په هغی کښی همیشه، رضا دی اللّه تعالٰی ددوی نه اورضا دی دوی دهغه نه دا کامیابی لویه ده ﴿۱۱۹﴾
خاص اللّه تعالٰی لره ده بادشاهی د آسمانونو او دځمکی اودهغه څه چه په دوی کښی دی اوهغه په هرڅیز قدرت لرونکی دی ﴿۱۲۰﴾

[۱۱۸] داهم قول د عیسیٰ علیه السلام دی نوبنا په قول دسدی او قطرب باندی داقول په دنیا کښی وؤ نومعنیٰ داده (إِنْ تُعَذِّبْهُمْ) که ته دوی په کفرباندی باقی پاتی کړی اوبیا آخرت کښی عذاب ورکړی نوپه تااعتراض نیشته ځکه چه (فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ) او (إِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ) یعنی توفیق دتوبی ورکړی نوبخنه ورته دتوبی په وجه سره اوکړی نوته ددی نه عاجزنه ئی ځکه چه (فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) لیکن هر کله چه مخکښی ثابت شوه چه قول دسدی ضعیف دی نوبنا په قول د جمهورو مفسرینو دابه په آخرت کښی وی - (سوال) هرکله چه ددغه نصاراؤ کفراو شرک او دروغ ثابت شول نود هغوی دپاره څرنگ سفارش کوئ؟ (جواب) ابن کثیر او خازن وغیره وئیلی دی چه دا سفارش کول نه دی بلکه تفویض (سپارل) دی مشیّت او ارادی د اللّه تعالٰی ته او برائت دی د عیسیٰ علیه السلام د نصاراؤ نه او دلیل دادی چه د ان تغفرنه روستو غفورالرحیم نه دی وئیلی ځکه چه مقصد طلب مغفرت نه دی -
[۱۱۹] دابشارت دی متعلق دحال دعیسیٰ علیه السلام سره ( هَذَا يَوْمُ) مراد ددی نه ورځ دقیامت ده ددی تخصیص ئی ددی وجی نه اوکړو چه په دغه ورځ به پوره جزا ملاویږی (يَنْفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ) مراد دصدق ددوی نه رشتیاوئیل اوکول دی په دنیاکښی ځکه چه دنیا دعمل کولوځای دی نوالصادقین نه مراد هغه څوک دی چه همیشه ئی رشتیاوئیلی وی نو اول په هغی کښی توحید دی ددی وجی نه ابن کثیروئیلی دی الصادقین، الموحدین دی اودعوت کوونکی دحق دی - چه اول په هغی کښی انبیاء علیهم السلام داخل دی اودنفع نه مراد ثوابونه اخروی دی یاصدق نه مراد صدق دی په آخرت کښی لکه چه د عیسیٰ علیه السلام بیان کول (په آخرت کښی) ذکرشو لیکن داصدق ددنیا دصدق سره موافق دی نومراد دنفع دادی چه دمؤاخذی او دخلقو ملامتیانه به بچ شی اوثوابونه حاصل کړی - اوهرچه ابلیس دی په ورځ دقیامت لکه په سورة ابراهیم ۲۲ کښی دی نوهغه صدق ددنیا دعمل دهغه سره موافق نه وؤ ځکه ورته فائده نه ورکوی (لَهُمْ جَنَّاتٌ) دابیان دنفع دی ددی وجی نه عطف ئی نه دی ذکر کړی (رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ) په سبب دطاعت او رشتیا وئیلوسره ددوی په دنیاکښی (وَرَضُوا عَنْهُ) دوی په دنیاکښی رضا په قضا د اللّه تعالٰی کړی وه نوپه آخرت کښی سبب رضا کثرت نعمتونه دی د اللّه تعالٰی دطرف نه -
[۱۲۰] دا اختتام دسورة دی په دعویٰ دتوحید سره دپاره د رد دنصاراؤ نواشاره ده چه عیسیٰ علیه السلام اوموردهغه لره ملک او قدرت هرڅیزنیشته نو هغوی الٰه نشی کیدلی (لَهُمْ جَنَّاتٌ) نودابه څوک ورکوی حاصل دجواب دادی چه داکار اوقدرت د اللّه تعالٰی دی (وَمَا فِيهِنَّ) هغه مخلوق چه په آسمانونوکښی دی اوکه په ځمکه کښی دی ملائک، انسانان، پیریان، حیوانات، نباتات او جمادات وغیره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>