وَإِذَا سَمِعُوا ۲۶۱ الأنعام

وَهُوَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَفِي الْأَرْضِ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ ﴿۳﴾ وَمَا تَأْتِيهِمْ مِنْ آيَةٍ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ ﴿۴﴾ فَقَدْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنْبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۵﴾ أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ قَرْنٍ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاءَ عَلَيْهِمْ مِدْرَارًا وَجَعَلْنَا الْأَنْهَارَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُمْ بِذُنُوبِهِمْ وَأَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ ﴿۶﴾

اوخاص هغه اللّه تصرف کؤونکی دی په آسمانونواوپه ځمکه کښی، پوهیږی په پټ ستاسو او ښکاره ستاسو اوپوهیږی په هغه څه چه کوئ‌ تاسو ﴿۳﴾
اونه راځی دوی ته څه نښه دنښو درب ددوی نه مگروی دوی دهغی نه مخ اړؤونکی ﴿۴﴾
پس یقیناً دروغژن کړو دوی حق لره هرکله چه راغی دوی ته، پس زردی چه رابه شی دوی ته خبرونه (عذاب) دهغه څه چه دوی هغی پوری ټوقی کولی - ﴿۵﴾
آیا دوی نه گوری چه څومره هلاک کړی دی مونږددوی نه مخکښی قومونه (پیړئ) ځای ورکړی ؤو مونږهغوی ته په ځمکه کښی دومره چه نه دی درکړی تاسوته اورا اولیږل مونږباران دبره نه په هغوی باندی پرله پسی (په قدردضرورت) اوگرځولی وی مونږولی چه بهیدلی به لاندی دبنگلو ددوی نه، پس هلاک کړل مونږ دوی په سبب دگناهونو ددوی اوپیداکړو مونږ روستو ددوی نه قوم نور ﴿۶﴾

[۳] دادریم دلیل دی اول دری دلیلونه دکارسازئ‌ د اللّه تعالٰی دی - اودا دری امور دعلم ئی ذکر کړل پټ قول، ښکاره قول او عملونه بقیه -
[۴-۵] دازورنه ده اوپه دی کښی دری څیزونه ذکر کړی دی - اعراض، تکذیب استهزاء‌ (مِنْ آيَةٍ) په معنیٰ ددلیل یا معجزه یا آیت قرآنیه د من، اول دپاره داستغراق اودوهم دپاره دتبعیض دی (فَقَدْ) فا دپاره دتعقیب ده یعنی روستو داعراض نه تکذیب او استهزاء‌ ئی اوکړله (أَنْبَاءُ) په معنیٰ دعواقب ده (عاقبتونه، سزاگانی) (يَسْتَهْزِئُونَ) یعنی دوی دتکذیب سره استهزاء هم ملگری کړی ده -
[۶] دا ویره دنیوی ده په دی کښی ئی دری انعامات ذکرکړی دی ، تمکین او بارانونه اونهرونه - اودری احوال ئی ذکر کړل چه هغه دوه کرته ذکر داهلاک دی اودریم پیداکول دنورو قومونو روستو ددوی نه (قَرْنٍ) هغه ډله دخلقو چه په یوزمانه کښی دی اودارنگ یوموده دزمانی چه تقریباً سل کاله دی (مَكَّنَّاهُمْ) تمکین نه مراد مکانات بنگلی او بادشاهی اومالداری ده (وَأَرْسَلْنَا) اشاره ده لکه چه دوی سرمایه دار وؤ نودارنگ جاگیردار هم وؤ نواوچی ځمکی په بارانونه سره ابادی شوی (مِدْرَارًا) پرله پسی خودحاجت موافق (تَحْتِهِمْ) ددوی دبنگلو دلاندی اوددوی په انتظام او اختیارکښی دی ددی وجی نه تحتهم ئي ذکرکړو (فَأَهْلَكْنَاهُمْ) اول اهلکنا په معنیٰ دارادی د اهلاک دی اودافعل دهغی دی یا اول اهلاک په سبب دشرک سره دی اودوهم اهلاک په سبب دنورو گناهونوسره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>