لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۱ المائدة

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَنْ صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَنْ تَعْتَدُوا وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿۲﴾

ای ایمان والو: بی عزتی مه کوئ دنخو د اللّه تعالٰی اونه دمیاشت دعزت اونه دقربانئ اونه دامیل والوڅارؤو، اونه دقصد کؤونکو دکور دعزت والا طلب کوئ‌ فضل درب خپل نه اورضامندی اوکله چه اوځئ داحرام نه پس ښکارکوئ (که خوښه شی) اونه دِ تیزوی تاسو بعضی دیوقوم په دی وجه چه منع کړی وی تاسولره دمسجد حرام نه چه دحد تیرشئ ، اومدد کوئ دیوبل سره په نیکئ اوپه تقویٰ باندی اومدد مه کوئ دیوبل سره په گناه اوپه ظلم باندی ، اوویره کوئ‌ د اللّه تعالٰی نه یقیناً‌ اللّه تعالٰی سخت عذاب والادی ﴿۲﴾

[۲] په دی آیت کښی حکم ذکرکوی دهغه څیزونو چه دحرم دکعبی سره ئی تعلق وی که مکان وی او که زمان وی څاروی وی اوکه انسانان (چه دهغی نه تعبیرکیدی شی په نذور الٰهیه سره) اوپه دی کښی دری منهیات او دری مامورات دی اودا عقودو نه دوهم عقد دی (لَا تُحِلُّوا) احلال دحرمت خلاف کولو ته وئیلی شی اوحرمة دوه قسمه دی یوقسم منهیات دی نوپه هغی کښی احلال په معنیٰ دارتکاب دمنهی عنه دی اودوهم قسم حرمت په معنیٰ د احترام او دعزت دی نوپه هغی کښی احلال په معنیٰ دبی احترامئ اوبی عزتی کولو دی دلته دوهمه معنیٰ مراد ده (شَعَائِرَ اللَّهِ) شعائر جمع دشعیرة ده هرهغه څیزچه په هغی سره بل څیزمعلومیږی یعنی خاص علامت او نښی ته وئیلی شی - بیا دهردین او مسلک دپاره خاص خاص علامات دی چه په هغی سره دین او هغه دین والا خلق معلومیږی لکه دهندوانو ددین نښه مندر (درمسال) اوزنارپه غاړه کول دی اودانگریزانو نښه صلیب ساتل اوگرجا وغیره ده نودارنگ ددین اسلام دپاره خاص علامات دی لکه مساجد، مونځونه، مناسک دحج (صفا، مروه ، منیٰ، مزدلفه، عرفات) قران کریم اونورعبادات شرعیه چه داټول سبب دتقرب د اللّه تعالٰی دی او مسلمان په دی اعمالوسره معلومیږی نوددی شعائراللّه بی عزتی کول هم حرام دی (وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ) یعنی څوک چه دعمری یاحج قصد کوی نودهغوی منع کول اودهغوی بی حرمتی کول حرام دی اوپه دی دوه قوله داهل علمودی اول داچه دالفظ مشرکانو ته هم شامل دی نوبیا په هغی کی نسخ (تخصیص) کړی شوی دی په سبب د آیت (فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ) سره دوهم قول دادی چه مراد ددی نه صرف مؤمنان دی په دلیل ددی چه ورضواناً خاص دی په مؤمنانوپوری ، دوهم قول غوره دی (اصْطَادُوا) امردپاره داباحت دی (وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ) داتعلق لری د امّین بیت الحرام سره اوعطف دی په لاتحلوا باندی مقصد دادی چه په واقعه دحدیبیه کښی مشرکانومؤمنانولره دمسجد حرام نه منع کړل نودهغوی په زړونوکښی د کافرانوسره ډیربغض او دشمنی پیدا شوه نوهرکله چه په اتم کال دهجرت باندی مکه مکرمه فتح شوه اوډیرومشرکانوایمان راوړو نوهغوی عمری او حج له راتلل نوشاید چه دمؤمنانوپه زړونوکښی دا خیال راغلی وی چه هرکله دوی مونږلره دمسجد حرام نه په واقعه حدیبیه کښی منع کړی وؤ ددی وجی نه مونږهم دوی مسجد حرام نه منع کوؤ نواللّه تعالٰی مؤمنانولره ددی ارادی کولو نه په دی قول (وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ) سره منع کړل ددوه وجهونه اوله وجه داوه چه دوی ایمان راوړلو ټول گناهونه معاف شول نودهغوی سره بغض او دشمنی کول حرام شول - لایجرمنکم، دا اجرام نه ماخوذ دی یعنی په کسب کولودجرم باندی آماده کول، شنان، سخت بغض ته وئیلی شی (وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ) اثم پریخودل د اوامرو د اللّه تعالٰی اوعدوان ارتکاب د منهیاتودی یااثم هغه گناهونه چه تعلق لری دحقوق اللّه تعالٰی سره اوعدوان هغه گناهونه چه تعلق لری دحقوق العباد سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>