لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۲ المائدة

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَنْ تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ذَلِكُمْ فِسْقٌ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِإِثْمٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۳﴾

حرام کړی ده په تاسو باندی مرداره، اووینه، اوغوښه دخنزیر، اوهغه چه آواز اوشی په هغی د منختی د غیراللّه ، اومرئ خفه کړی شوی ، او اوټکولی شوی ، اورارغختی، اوپه خکروهلی شوی، اوهغه چه خوړلی وی درنده گانو، مگرچه حلال ئی کړئ‌ تاسو اوهغه چه ذبح کړی شوی وی په درگاهونودغیراللّه اوچه قسمت معلوموئ تاسو په غشوسره داکارونه لویه نافرمانی ده نن ناامیده شول کافران ددین ستاسونه پس مه یریږئ‌ ددوی نه او ویریږی ځمانه نن پوره کړو ماتاسو لره ددین ستاسو اوپوره می کړو په تاسوباندی نعمت خپل اوغوره کړی می دی تاسولره اسلام دین ، پس څوک چه ناچاره کړی شو په سخته لوږه کښی نه ؤو کږیدونکی گناه ته، پس یقیناً اللّه تعالٰی بخونکی دی رحم کؤونکی دی ﴿۳﴾

[۳] په دی آیت کښی تفصیل دمحرماتو الٰهیو دی په ذکر ددولس محرماتوسره چه په هغی کښی ما أُهِلَّ اوما ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ کښی نذر دغیراللّه مراد دی چه هغه عمل دشرک دی اودارنگ داتفصیل د مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ (چه په اول آیت کښی ذکروؤ) دی (وَالْمُنْخَنِقَةُ) دا اوددی څلورڅیزونو تخصیص بعد التعمیم دی دلفظ میتة نه اومیته عامه (هرهغه څاروی چه نه وی ذبح کړی شوی په ذبح شرعی سره یاحرام دی شرعا اگرچه ذبح شی په ذبح شرعی لکه سپی وغیره) ده اوداپنځه هغه څاروی دی چه شرعاً‌ حلال دی لیکن ذبح ئی په ذبح شرعی سره نه ده کړی شوی نومردار دی ، او منخنقه عام دی که څوک ئی قصدا پهانسی کړی (په مرئ خفه کولوسره) یا پخپله داسی اوشی (وَالْمَوْقُوذَةُ) هغه څاروی چه اووهلی شی په لرگی یاپه گټه باندی او مړشی اوپه دی کی داخل دی هغه ښکار چه دغشی په پلنوسره اولگی یعنی دغشی په تیره طرف نه بلکه په اوږدو سره اولگی (اوداپه حدیث صحیح کښی دی) اوشربینی وئیلی دی چه هغه ښکارچه په بندقه سره اولگی هغه هم په دی کښی داخل دی (بندقه گولی دټوپک ته وئیلی شی) ځکه چه هغه ددروند والی دوجی قتل کوی دتیره والی دوجی نه نه کوی (وَالْمُتَرَدِّيَةُ) هغه چه دبره ځای نه خکته اوغورزیږی دغر یا کمرنه ځمکی ته یا دځمکی نه کوهی ته اورغړی (وَالنَّطِيحَةُ) هغه ده چه دبل څاروی په ښکرسره اووهلی شی اومړه شی اگرچه وینه دمرئ نه بهیدلی وی (وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ) سپی، شرمخ، گیدړ، پړانگ، وغیره په دی کښی مراد دی هغوی که یوڅاروی اوخوری اگرچه په مرئ کښی زخمی کړی اووینه تری نه اوبهیږی اومړشی نوهم مردار دی (إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ) دااستثناء متصل ده د المنخنقة اومابعد نه ځکه هغه عام دی چه روستو ددغو عوارضونه په هغی کښی روح باقی وی اوکه نه وی نوکه روح په کښی باقی وی اوذبح کړی شی په طریقه شرعیه سره نوحلال به وی یااستثناء منقطع ده داخطیب شربینی لکلی دی بعضو دااستثناء خاص کړی ده، ما اکل السبع، پوری لیکن تخصیص ته حاجت نیشته ، اوبعضی (ددی وخت تحریف کوؤنکو) ومااهل لغیراللّه به تری نه خاص کړیدی اووئیلی دی چه هغه په ذبح سره حلال گرځی لیکن دا قول باطل دی (وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ) داقسم خاص دی د مااهل نه ځکه چه مااهل مذبوح او غیرمذبوح دوړوته شامل دی اوداپه مذبوح پوری خاص دی دارنگ دا قسم دنصب سره خاص دی اوما اهل لغیراللّه ټول غیراللّه ته شامل دی که نصب وی اوکه بتان وی اوکه قبرونه

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>