لَا يُحِبُّ اللَّهُ ۲۱۰ المائدة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ ﴿۱﴾

ای ایمان والو: پوره کړی لوظونه، حلال کړی شوی دی تاسولره څاروی مگرهغه چه لوستی کیږی په تاسوباندی مه کیږئ‌ حلال گنړونکی دښکار اوچه تاسو په حال د احرام کښی یئ یقیناً‌ اللّه تعالٰی فیصله کوی هغه چه اوغواړی ﴿۱﴾

سورة المائدة

ربط: ددی دمخکی سورت سره دادی چه مخکښی سورت کښی رد ووپه مظالمو دجاهلیت په باره دکمزورو مخلوق کښی اوس رد کوی په مظالمو دجاهلیت باندی په باره دحلت او حرمت کښی -
دعویٰ د سورة: امرپه وفاء‌ دعقودو ایمانیو عموماً‌ اوپه باره دتحلیل او تحریم کښی خصوصاً‌ سرهٔ د ردکولو په هغه کسانو باندی چه وفائی په عقودو نه ده کړی چه یهود او نصاریٰ دی اورد دی په اقسامو دشرک یعنی شرک فی التصرف، شرک فی العلم، شرک فی العبادة شرک فی التحلیل والتحریم او دمعرفه الٰهیه ئی شپاړلس اسماء حسنیٰ ذکر کړی دی -
خلاصه د سورة: په طریقه داجمال سره داده چه شپاړلس کرته يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ئی ذکر کړی دی اودا عقود ایمانیه دی اووه اوامر، شپږ نواهی دری اخبارات اودسورة په اول او آخر کښی خطابات دی په باره دمؤمنانو اوپه مینځ کښی تفصیل دقبائحو داهل کتابو اودعوت دی نصاریٰ ته -
خلاصه تفصیلی داده: چه سورة کښی دری حصی دی اوله حصه تر ۴۱ پوری ده په دی کښی دوه بابونه دی اول باب تر ۱۴ پوری دی په دی کښی پنځه خطابات دی مؤمنانوته اوهغه عقود دی په هغی کښی رد دی په شرک فی التحلیل و التحریم باندی -

تفسیر

[۱] عُقُودِ: هغه ټول احکام دی چه په تقاضا دایمان سره په قرآن او سنت کښی لازم کړی شوی دی عموماً‌ اوپه باره دتحلیل او تحریم کښی خصوصاً‌ اوهرکله چه دا سورت نازل شویدی په وخت دفتح د مکه کښی او دمشرکانو رسوم شرکیه د حلال او حرام په هغه وخت کښی رائج وؤ نواول ئی رد اوکړو په شرک فعلی (شرک فی التحلیل و التحریم) باندی - اوفرق په مینځ د عقود او عهود کښی دادی چه عقود خاص دی په ایمان والوپوری او عهود عام دی هرچاته چه آسمانی کتاب ئی منلی وی که کتابی کافروی اوکه مؤمن وی (بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ) بهیمة دبهم نه ماخوذ ده هغه څیزته وئیلی شی چه ژبه ئی وی لیکن خبری نشی کولی اوانعام دنعم نه دی څریدونکی مال ته وئیلی شی او دواړو مصداق یو دی یعنی څاروی (چهارپایه) (أُحِلَّتْ) دمطلق تحلیل دپاره استعمالیږی لیکن دلته کښی مراد ددی نه رد دی دمشرکانو په تحریم لغیراللّه باندی چه هغوی بحیره او سائبه وغیره په ځان باندی حرام گنړل دارنگ معالم التنزیل کښی ئی وئیلی دی (غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ) که لفظ د بهیمة الانعام شامل وی صید ته نواستثناء‌ متصل ده اوکه شامل نه وی نو استثناء‌ منقطع ده (إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ) داعلت دی دمخکښی تحلیل او تحریم په اجمالی طریقی سره اوپه دی کښی رد دی په معتزلوباندی هغوی وائی چه په اللّه تعالٰی باندی په احکاموشرعیو کښی مصلحت دبندگانو واجب دی نوداغلطه خبره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>