لَنْ تَنَالُوا ۱۶۰ النِّســاء

وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلَّا تَعُولُوا ﴿۳﴾ وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِنْ طِبْنَ لَكُمْ عَنْ شَيْءٍ مِنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَرِيئًا ﴿۴﴾ وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا ﴿۵﴾ وَابْتَلُوا الْيَتَامَى حَتَّى إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُمْ مِنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلَا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَنْ يَكْبَرُوا وَمَنْ كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَنْ كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُوا عَلَيْهِمْ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا ﴿۶﴾

اوکه ویریږی تاسو چه انصاف به اونه کړئ په باره دیتیمانو جینکوکښی پس نکاح کوئ دهغی سره چه حلالی وی تاسولره دنورو زنانو نه دوه او دری اوڅلور پس که ویریږئ تاسو چه انصاف به اونه کړئ پس نکاح کوئ دیوی سره اویاگذاره کوئ‌ دهغی وینځی سره چه مالک وی ښی لاسونه ستاسو - داډیره نزدی ده چه ظلم به اونه کړئ ﴿۳﴾
اوورکوئ زنانوته مهرونه دهغوی په خوشحالی سره پس که دوی په خوشحالی د زړه سره تاسوته دهغی نه څه معافی اوکړی پس خوری هغه په مزی سره بی نقصانه ﴿۴﴾
اومه ورکوئ‌ کم عقلوخلقوته مالونه دهغوی (چه تاسوسره وی) هغه چه گرځولی دی اللّه تعالٰی ستاسودپاره سبب دژوند، اوخرچه ورکوئ دوی له په هغی کښی اوجامه ورکوئ اووائي دوی ته وینا نیکه ﴿۵﴾
اوآزمائښت کوئ په یتیمانو ترهغی چه کله اورسی وخت دنکاح ته پس که معلوم کړوتاسو ددوی نه هوښیاری پس ورکوئ‌ دوی ته مالونه دهغوی اومه خورئ هغه په بی ځایه خرچ کولو اوپه جلتئ سره ددی ویری نه چه دوی به لوی شی اوڅوک چه وی مالدار پس بچ دِ‌ شی (دمال دیتیم نه) اوڅوک چه وی محتاج پس خوراک دِ کوی (دهغی نه) په ښه طریقه پس کله چه ورکوئ‌ دویته مالونه ددوی پس گواهان اونیسئ په دوی باندی اوپوره دی اللّه تعالٰی حساب کؤونکی ﴿۶﴾

[۳] دادوهم حکم دی انصاف دیتیمانو جینکوسره په باره دنکاح کښی اورد دی په طریقه دجاهلیت چه یتیمانو جینکوسره به ئی نکاح کوؤ اودهغوی حق به ئی نه ورکوؤ نو اللّه تعالٰی حکم اوکړو چه هرکله دیتیمانو جینکوسره دظلم نه ویریږئ‌ نوغیردیتامیٰ نه نورو سره نکاح کوئ اوآیت کښی نورتوجیهات هم شته دی دآیت دلیل دی په دی خبره چه دڅلورو ښځونه زیاتی کول نه دی جائز ځکه چه په عربئ‌ ژبه کښی درباع نه په بره عدد نیشته یعنی خماس سداس نه وئیلی کیږی دارنگ بخاری وئيلی دی (أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ) مراد ددی نه وینځی دی چه په خپله مملوکه وی نوبغیردنکاح نه جائز ده -
[۴] دریم حکم مهرورکول ښځوته ځکه دادهغوی حق دی - اورد دی په طریقه دجاهلیت باندی چه هغوی مهردښځو نه منلو یائی دهغوی نه ئی په زورسره واپس اخستلو (هَنِيئًا) هغه طعام دی چه په هغی کی برکت اوفائدی وی (مَرِيئًا) هغه طعام دی چه فساد دمعدی نه پیدا کوی -
[۵] څلورم حکم دسفیهانوسره همدردی کول ځکه چه دهغوی عقل ضعیف دی اورد دی په جاهلیت والو باندی چه هغوی په سفیهانوباندی په قسماقسم طریقو سره ظلم کولو(أَمْوَالَكُمُ) هغه مالونه چه دهغوی دی لیکن ستاسوپه حفاظت کښی دی (قِيَامًا) یعنی مالونه په دنیاکښی سبب د معشیت دی -
[۶] دا آیت دمخکښی حکم تتمه ده چه سفهاؤ ته اویتیمانوته تربیت دمعاملاتو ورکوئ‌ چه مال برباد نه کړی (فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ) یعنی کله چه متولی فقیر دیتیم په مال کښی دیتیم دپاره تصرفات کوی نودخپل کړاومناسب مزودری دمال دیتیم نه آخلی - اودامزدوری به مناسب وی دعرف دخلقو سره - (فَإِذَا دَفَعْتُمْ) یعنی چه روستو دبلوغ نه دوی ته مال ورکوئ نودگواهانوپه مخکښی ورکوئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>