لَنْ تَنَالُوا ۱۵۹ النِّســاء

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا ﴿۱﴾ وَآتُوا الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا ﴿۲﴾

ای خلقو: اویریږی درب خپل نه هغه ‌ذات چه پیداکړی ئی تاسودیونفس نه اوپیداکړی ده هغه نه بی بی دهغه اوخواره کړی دی ددواړونه نارینه ډیر اوزنانه ډیری اوویره کوئ د اللّه تعالٰی نه هغه ذات چه سوال کوئ دهغه نه (اودپری کولو) دخپل ولئ نه یقیناً‌ اللّه تعالٰی دی په تاسوباندی ساتونکی ﴿۱﴾
اوورکوئ یتیمانوته مالونه دهغوی اومه آخلئ پلیت په بدل دپاک کښی اومه خوری مالونه دهغوی دمالونوخپلوسره یقیناً‌ دادی گناه لوی ﴿۲﴾

سورة النِّســاء

ربط: مخکښی سورتونوکښی دایمان اصول بیان شول نودی سورة کښی ددنیا دژوند دپاره اصول دامن پیش کوی اودظلمونونه منع کوی اورد کوی په طریقه دجاهلیت باندی -
دعویٰ د سوره: بیان دقوانین دامن اودفع د ظلم ده - اوداپه (۱) کښی ذکرده اوظلم دوه قسمونه دی یوپه حقوق العباد کښی اوبل په حق د اللّه تعالٰی کښی چه شرک دی ددی وجی نه امرددتقویٰ ئی دوه کرته ذکرکړی دی -
خلاصه د سوره: سورة کښی دری حصی دی په هره حصه کښی دری بابونه ده اوله حصه تر (۵۷) پوری ده په دی کښی اول باب تر (۳۶) پوری دی دی باب کښی اول ترغیب دی تعمیل داحکاموته بیا شپاړلس احکام دتدبیرمنزل دی -

تفسیر

[۱] داترغیب دی ټولو احکاموددی سورة ته چه چه دیومور اوپلار نه پیدايئ نوولی په یوبل باندی ظلم کوئ اويو بل سره خپلولی ولی قطع کوئ - اوله تقویٰ نه مراد عقیده صحیح کول دی اودوهمی تقویٰ نه مراد احکاموباندی عمل کوی د (تَسَاءَلُونَ) یومعنیٰ داده چه سوال دیوبل نه په نامه دهغه سره کوئ‌ دوهمه معنیٰ داده چه تاسو سوالونه دهغه نه کوئ اوباب تفاعل دپاره دډیروالی دی (وَالْأَرْحَامَ) عطف دی په اللّه تعالٰی باندی یعنی اتقوا قطع الارحام یاعطف دی په بهِ‌ باندی یعنی تاسو سوالونه دیوبل نه کوئ په وسیله دخپلولئ سره -
[۲] دا اول حکم دی په اداکولودمالونو دیتیمانوسره اومنع ده دبدلولو دمال دیتیمانونه دخپل مال سره اومنع ده دمال دیتیمانانونه که جداوی یاپه گډون سره وی اورد دی په طریقه دجاهلیت باندی چه مال دیتیمانوبه ئی گډون سره خوړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>