لَنْ تَنَالُوا ۱۵۸ آلِِ عِمٌران

وَإِنَّ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَمَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ خَاشِعِينَ لِلَّهِ لَا يَشْتَرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿۱۹۹﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿۲۰۰﴾

اویقیناً‌ بعضی دکتاب والو نه ضرورهغه دی چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه هغه کتاب چه نازل کړی شوی دی تاسوته اوهغه کتابونه چه نازل کړی شوی دی دویته عاجزی کؤونکی دی اللّه تعالٰی ته نه آخلی په آیاتونو د اللّه تعالٰی عوض لږ (دنیا) دغه کسان دوی لره ثواب ددوی دی په نزد درب ددوی ، یقیناً‌ اللّه تعالٰی زرحساب کؤونکی دی ﴿۱۹۹﴾
ای ایمان والو: صبرکوئ او وینا دصبرکوئ اوتیاری کوئ‌ دجهاد اوویریږی د اللّه تعالٰی نه ددی دپاره چه کامیاب شئ ﴿۲۰۰﴾

[۱۹۹] دادعام بشارت نه روستو خاص حلقوته بشارت دی اوصفات دحق پرست علماؤ دی (أَجْرُهُمْ) مراد ترینه اجردهغه عملونودی اواشاره ده قبولیت دعملونو ددوی ته اودغه دری صفتونه سبب دی دپاره دقبولیت داعمال صالحه -
[۲۰۰] دا آیت دټول سورة خلاصه ده (اصْبِرُوا) کښی رسالت ته اشاره ده - صبرکلک والی په سنت د نبی ﷺ سره راځی (صَابِرُوا) کښی اشاره ده جهادته ددی یو معنیٰ تلقین دصبردی بله معنیٰ داده په مقابله ددشمن کښی په صبرکولو کښی غالب شئ (رَابِطُوا) کښی اشاره ده انفاق فی سبیل اللّه ته ددی یوه معنیٰ داسلام سرحد ساتل دی (وَاتَّقُوا اللَّهَ) کښی توحید مراد دی دا اصول دفلاح او دکامیابی دی - دارنگ اصبرو، کښی اولی حصی دسورة ته اشاره ده یعنی صبرکول په مقابله داعتراضونو کولو دنصاریٰ (اهل زیغ) - (صَابِرُوا) کښی دوهمی حصی ته اشاره ده یعنی دقبائحو داهل کتاب مقابله اوکړئ (وَرَابِطُوا) کښی دریمی حصی ته اشاره ده یعنی قوانین دنظم داتفاق اودعوت باندی ځان کلک کړئ (وَاتَّقُوا) دڅلورمی حصی سره تعلق لری یعنی په هغه خصلوتونو عمل اوکړئ چه دفع دهزیمت پری راځی اودقبائحو دمنافقانو او یهودیانونه ځان بچ ساتئ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>