لَنْ تَنَالُوا ۱۵۷ آلِِ عِمٌران

فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ ﴿۱۹۵﴾ لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي الْبِلَادِ ﴿۱۹۶﴾ مَتَاعٌ قَلِيلٌ ثُمَّ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿۱۹۷﴾ لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نُزُلًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ لِلْأَبْرَارِ ﴿۱۹۸﴾

پس قبول کړی دعاگانی ددوی رب ددوی (ځکه) چه زه نه بربادؤوم عمل دنیک عمل کؤونکی ستاسونه که نارینه وی اوکه زنانه وی بعضی ستاسو دجنس دبعضو نه دی پس هغه کسان چه هجرت کړی دی او ویستلی شوی دی دکورونو خپلونه اوکړولی شی په لارځما کښی اوجنگونه ئی کړی دی اووژلی شوی دی خامخا لری به کړم ددوی نه بدئ ددوی اوخامخا داخل به کړم دوی جنتونوته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی، بدله داللّه تعالٰی دطرف نه او اللّه تعالٰی سره ښائسته بدلی دی ﴿۱۹۵﴾
دهوکه دِ‌ نکړی تالره تله راتله (گډوډ) دکافرانوپه ښارونو کښی ﴿۱۹۶﴾
دافائده ده لږه - بیاځای ددوی جهنم دی، اوبد دی ځای تیارشوی داجهنم ﴿۱۹۷﴾
لیکن هغه کسان چه ویریږی درب خپل نه دوی لره جنتونه دی بهیږی لاندی دهغی نه ولی همیشه به وی په هغی کښی تیاره ملمستیا ده دطرف د اللّه تعالٰی نه اوهغه څه چه د اللّه تعالٰی سره دی غوره دی نیکانولره ﴿۱۹۸﴾

[۱۹۵] یعنی دادعا په مخکښی صفاتوسره قبوله ده - عمل نه مراد دعاده یعنی نارینه اوزنانه یوجنس دی دواړه انسانان دی نودعا ددواړو قبلیږی اوبیا پنځه صفات ذکر کوی دلویودرجاتو دحاصلولو دپاره -
[۱۹۶] داتزهید (بی رغبتی ددنیانه ده) چه دکافرانو مالداری او دنیادپاره گرځیدلوباندی خفه مه شئ‌ - ددوی زړونه پریشانه دی - (تَقَلُّبُ) گرځیدل په طریقی دپریشانی سره -
[۱۹۷] داذکر دفنا ددنیا اوتخویف اخروی دی -
[۱۹۸] دابشارت (زیری) دی (نُزُلًا) یعنی دجنت نعمتونه هروخت د ملمستیا په طریقه وی چه په هغی کښی اعزاز اواکرام دی (وَمَا عِنْدَ اللَّهِ) په دی کښی بی شماره اوغټو نعمتونوته اشاره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>