لَنْ تَنَالُوا ۱۶۱ النِّســاء

لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَفْرُوضًا ﴿۷﴾ وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُولُو الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُمْ مِنْهُ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا ﴿۸﴾ وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُوا عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللَّهَ وَلْيَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۹﴾

دپاره دنارینوبرخه ده دهغه مال نه چه پریخودلی وی مور اوپلار او خپلوانو دپاره دزنانوبرخه ده دهغه مال نه چه پری خودلی وی مور اوپلار او خپلوانو دهغه مال نه چه کم وی یازیات وی برخه ده مقرر کړی شوی ﴿۷﴾
اوکله چه حاضرشی دپاره دتقسیم طلب کولو خپلوان او یتیمان او مسکینان، پس خرچه ورکړئ‌ دویته دهغی نه اووائی دوی ته وینانرمه ﴿۸﴾
او اودِ‌ یریږی (دظلم کولونه) هغه کسان که پریږدی هغوی دځان نه روستو اولاد کمزوری ویره کوی په هغوی باندی (دظلم دخلقونه) پس او دِ‌یریږی د اللّه تعالٰی اووائی دِ‌ وینا حقه ﴿۹﴾

[۷] داپنځم حکم دی حق دمیراث نارینه اوزنانه دواړو دپاره دی - دارد دی په ظلم دجاهلیت چه زنانوله ئی په میراث کښی حصه نه ورکوله - اوپه نارینو کښی به ئی وړو اوبوډاگانو او معذرینوته هم حصه دمیراث نه ورکوله (نَصِيبًا مَفْرُوضًا) اشاره ده چه حصی دمیراث دذوی الفروضو په قرآن او احادیثوکښی پوره مقرر کړی شوی دی -
[۸] داشپږم حکم دی مطلب دادی چه کله بعضی وارثان مسکینان او یتیمان وی اومال دمیراث کښی ځمکی جائیداد وغیره وی چه دهغی تقسیم زر نشی کیدی اودوی تلوار کوی نومتولی له ضروری ده چه ددوی له ددوی دحاجت موافق دهغی نه ورکړی اوورته اوائی چه نور تقسیم به بیا کوو اوپوره حصه به تالره روستو درکوؤم هرکله چه هغوی حاجت مند دی نودهغوی دحاجت پوره کولو دوجی نه داحکم لازم دی په دی معنیٰ سره ایت منسوخ نه دی (الْقِسْمَةَ) مراد ددی نه طلب دتقسیم دی (أُولُو الْقُرْبَى) مراد ددی نه هغه دی چه په میراث کښی دهغوی حصی وی -
[۹] داتاکید دمخکښی حکم دی یعنی دکمزورو دظلم نه بچ کیدل ضروری دی - اواشاره ده چه په خپل اولاد باندی دنورو اولاد قیاس کړئ‌ په شفقت کولو کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>