تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۵ آلِِ عِمٌران

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿۱﴾ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ﴿۲﴾ نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنْزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِيلَ ﴿۳﴾

الف لام میم ﴿۱﴾
اللّه تعالٰی نیشته حقدار دبندگئ سیوا دهغه نه همیشه ژوندی دی اوانتظام کؤونکی د عالم دی ﴿۲﴾
نازل کړی دی مونږپه تاباندی کتاب دحق دښکاره کولودپاره ، رشتینی کؤونکی دی دهغه کتابونو چه دده نه مخکښی ؤو، اونازل کړی دی تورات او انجیل ﴿۳﴾

سوره آلِِ عِمٌران

ربط: ددی سورة د مخکښی سورة سره (۱) سورة بقرة کښی په توحیدل باندی دلیلونه وؤ په دی سورة کښی جواب داعتراضونو دی (۲) په هغه سورة کښی څلور مسائل په یوطرز سره وؤ (توحید، رسالت، جهاد اوانفاق) نوپه دی سورة کښی په بل طرزسره دی (۳) په هغه سوره کښی په شرک د یهودو باندی تردید وؤ په دی سورة کښی په شرک دنصاریٰ باندی رد دی -
دعویٰ د سورة: اثبات توحید دی په جواب دشبهاتوسره - حاصل دادی چه په توحید کښی اوپه رسالت ددی رسول کښی شک مه کوئ بلکه یقین اوکړئ اوجهاد کښی شریک شئ اوبخل مه کوئ - اوڅلور مضامین دی - توحید، رسالت، جهاد اوانفاق فی سبیل اللّه -
خلاصه د سورة: په دی سورة کښی څلور حصی دی اوله حصه تر (۶۳) پوری ده په باره توحید کښی - په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۷) پوری دی ، په دی کښی دعویٰ دتوحید اوپه هغی باندی دلیل عقلی اونقلی اووحې او نتیجه دهغی بیا جواب دیو سوال دی اوتعلیم ددعا دی اوتزهید او ذلت ددنیا ئی ذکرکړی دی او بیا زیری دی منونکوته اودهغوی صفات دی - (تنبیه) ددی سورة ابتدائی تقریباً اتیا آیاتونه دنجران دنصاراؤ په رد کښی نازل شوی دی -

تفسیر

[۲] په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده چه لائق دبندگئ خاص اللّه تعالٰی دی ، عیسیٰ علیه السلام او مریم علیها السلام معبود نشی کیدی - بندگئ‌ او عبادت سره احتیاج لازم دی ځکه چه بنده محتاج وی او حاجت پوره کوؤنکی صرف اللّه تعالٰی دی - په دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده اودوه عقلی دلیلونه دی په ذکر دصفاتو د اللّه تعالٰی سره -
[۳] په دی آیت کښی دلیل وحی او دلیل نقلی دی دمخکنوکتابونونه چه تورات او انجیل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>