تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۶ آلِِ عِمٌران

مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ ﴿۴﴾ إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَى عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ ﴿۵﴾ هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۶﴾ هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۷﴾

وړاندی دقرآن لار (دتوحید) ښائی خلقو ته اونازل کړی دی (نورکتابونه) دحق او باطل جدا کؤونکی یقیناً هغه خلق چه کفرئی کړی دی په آیاتونو د اللّه تعالٰی دپاره ددوی عذاب سخت دی ، او اللّه تعالٰی زورآوردی بدله اخیستونکی دی ﴿۴ ﴾
یقیناً‌ اللّه تعالٰی نه پټیږی دهغه نه هیڅ شی نه په ځمکه کښی او نه په آسمان کښی ﴿ ۵﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه شکلونه جوړوی ستاسوپه خیټو دمیندو کښی چه څرنگ اوغواړی نیشته حاجت پوره کؤونکی سیوادهغه نه زورور دی حکمتونووالا دی ﴿۶ ﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه نازل کړی دی په تاباندی کتاب بعضی دده نه آیاتونه ښکاره مراد والادغه اصل د کتاب دی، اونورآیانونه پټ مراد والادی پس هرچه کسان دی چه په زړنودهغوی کښ کږلیچ دی پس تابعداری کوی دهغه پټ مرادوالا ددینه دپاره دطلب دگمراه کولواودپاره دحقیقت دهغی اونه پوهیږی په حقیقت دهغی مگر اللّه تعالٰی اوکلک په علم کښی وائی ایمان راوړی دی مونږپه دی، داټول دطرف درب ځمونږنه دی ، اونصیحت نه اخلی مگرصفاعقل والا ﴿۷ ﴾

[۴ ] دی آیت کښی دلیل نقلی دی چه مراد دفرقان نه مخکنئ صحیفی دی او بیا تخویف اخروی دی - (هُدًى) مقصد ددی نه توحید خودل دی په دلیلونو سره (عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ) په دی کښی رد دی په نصاریٰ باندی چه عیسیٰ اومریم علیهما السلام کښی داصفتونه نیشته نوهغوی معبود نشی کیدلی -
[ ۵] داهم دلیل عقلی دی اورد دی په شرک فی العم باندی ، داصفت هم په عیسیٰ او مریم علیهما السلام کښی نیشته دی -
[۶ ] أَرْحَامِ ئی ځکه ذکرکړو چه عیسیٰ علیه السلام صرف په رحم کښی جوړشوی وؤ دپلار (شا) کښی نه وؤ -
[۷ ] دا جواب دسوال دی ، سوال دادی چه عیسیٰ علیه السلام ابن اللّه الفاظ‌ په انجیل کښی شته دی ، اودارنگ قرآن کریم کښی وَرُوحٌ مِّنْهُ لفظ دی ، ددی نه معلومیږی چه عیسیٰ علیه السلام د اللّه تعالٰی جزدی ، دجواب حاصل دادی چه دارنگ الفاظ متاشبهات دی ددی حقیقت باندی اللّه تعالٰی نه سیوا بل څوک نه پوهیږی اوددی داسی معنیٰ اخیستل چه محکماتونه خلاف وی ناجائزه ده (أُمُّ الْكِتَابِ) اصل دکتاب ځکه دی چه دمتاشبهاتودمراد په وخت کښی محکماتوته رجوع کیږی ، دارنگ به عقیده او عمل کولوکښی هم دی محکماتوباندی بنیاد دی ، حدیث دعایشه رضی اللّه عنها کښی راغلی دی چه اوس چه څوک متشابهاتوپسی روان وی نوپوهه شئ چه هغوی اهل زیغ دی - اودی آیت کښی دآیتونودوه قسمه ذکرکړل ، محکمات او متشابهات اوداهل علمو دوه قسمونه اهل زیغ اوراسخون - اهل زیغ تابع دمتشابهات دی اوراسخون تابع دمحکماتو دی (ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ) مراد دفتنی نه گمراهی او کفروشرک وبدعت دی (تَأْوِيلِهِ) دلته مراد دتاویل نه تخریف دی دپاره داثبات دخواهش خپل (وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ) دلته مراد دتاویل نه حقیقت دهغی دی او (إِلَّا اللَّهُ) باندی په نزد د اکثرصحابؤ او تابعینووقف دی - اوکه تاویل نه مراد صرف تفسیرشی موافق دمحکماتوسره نووالراسخون عطف دی په اللّه باندی -

<< صفحه بعد صفحه قبل >>