تِلْكَ الرُّسُلُ ۱۰۴ اَلٌبَقَرَة

آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِهِ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۲۸۵﴾ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۲۸۶﴾

ایمان راوړی دی رسول اللّٰه ﷺ په هغه څه نازل کړی شوی دی ده ته دطرف د رب دده نه او مؤمنانو، هریوایمان راوړی دی په اللّه تعالٰی اوپه ملائکو دهغه او کتابونو دهغه اورسولانو دهغه (وائی دوی) جدائی نه کوو (په ایمان راوړلوکښی) په مینځ دهیچا کښی درسولانو دهغه نه ، اووائی دوی واوریدلو مونږ او تابعداری کؤو مونږ غواړو بخنه ستانه ای ربه ځمونږ اوتاته دی درگرځیدل دټولو ﴿۲۸۵﴾
کړاونه ږدی اللّه تعالٰی په هیچا باندی مگرپه قدردطاقت دهغه ،ده له ثواب دهغه نیک عمل دی چه ده کړی وی اوپه ده باندی تاوان دهغه بدعمل دی چه ده کړی وی ای ربه ځمونو: اومه بارکوه په مونږباندی دروند پیټی لکه چه تابارکړی دی په هغه کسانو چه مخکښی ځمونږ نه ؤو ای ربه ځمونږ اومه اچوی په مونږباندی هغه مصیبتونه چه طاقت نیشته مونږ لره دهغی او معافی اوکړی ځمونږنه اوبخنه اوکړی مونږته اورحم اوکړی په مونږباندی ته مولا ځمونږ ئی بس غلبه راکړی مونږته ته په قوم کافرانوباندی ﴿۲۸۶﴾

[۲۸۵] په دی آیت کښی صدق د رسول اللّٰه ﷺ ذکر دی اوتصدیق دکل سورة او دقرآن دی دطرف د رسول اللّٰه ﷺ اود اصحاب کرامونه - مراد د (الْمُؤْمِنُونَ) نه صحابه کرام دی اولاً بیا روستو نورمؤمنان - (كُلٌّ آمَنَ) داتفصیل دایمان دهغوی دی (سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا) د ایمان سره قبولیت اوعمل کول هم ضروری دی (غُفْرَانَكَ) اشاره ده اقرار ته په خپل قصورکولو باندی -
[۲۸۶] په دی کښی اشاره ده جهاد اوانفاق ته (لَا يُكَلِّفُ) تکلیف دوه قسمه دی یوتکوینی چه هغه مرضونه او مصیبتونه دی اودوهم تشریعی چه هغه احکام شرعیه دی اوپه هغی کښی انفاق او جهاد داخل دی (لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ) اشاره ده عمل کول نه روستو جزا سزا ته ، په نیکواعمالو کښی اگرچه تکلیف دی لیکن دثواب په لحاظ سره هغه آسان دی اوگناهونه اگرچه آسان دی لیکن دعذاب په لحاظ سره گران دی ددی وجی دنیک عمل سره ئی کسبت (مجرد) اوبدعمل سره ئی اکتسبت (مزید) ذکرکړو ( إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا) یومعنیٰ داده که پریږدو مونږ څه حکم ستا اوگناه کړی وی مونږ په کولو دحرامو سره - دوهمه معنیٰ مشهوره ده (إِصْرًا) مراددی نه شرک اوکفردی چه هغه نه معاف کیږی بغیردتوبی نه - یعنی ای اللّه مونږدشرک او کفر نه بچ اوساتی (مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ) هغه مصیبتونه چه په باره ددعوت الی الحق کښی راځی (وَاعْفُ عَنَّا) عفو داده چه اللّه تعالٰی خپل حق پریږدی او مغفرت دادی چه پرده واجوی اودخلقو نه ئی بچ اوساتی - او رَحَم دادی چه آینده دپاره ئی دگناه نه بچ کړی (فَانْصُرْنَا) په وخت دمحاربه او محاجه کښی دکافرانو سره یا په جنگ کولو کښی دهغوی سره (الْكَافِرِينَ) هغه خلق چه ددی سورة د مقصد نه منکردی اومقابلی کوی دحق پرستو سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>