الم ۶ اَلٌبَقَرَة

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۳﴾ وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿۴﴾

دا هغه کسان دی چه یقین کوی په هغه څه چه ددوی نه پټ دی، او پابندی کوی د مانځه او بعضی دهغی نه چه مونږ دوی لره ورکړی دی خرچ کوی په لار د اللّه تعالٰی کښی ﴿۳﴾
او دا هغه کسان دی چه یقین کوی په هغه څه چه نازل کړی شوی دی تاته او په هغه څه چه نازل کړی شوی دی ستانه مخکښی او په آخرت باندی دوی یقین کوی - ﴿۴﴾

[۳] په دی کښی د مؤمنانو دری صفات ذکر کوی اول ایمان په غیب باندی - غیب نه مراد هغه څیزونه دی چه پټ دی او اللّه تعالٰی مونږ ته د هغی خبر راکړی دی او هغه اللّه تعالٰی او ملائک او کتابونه د اللّه تعالٰی او رسولان د هغه او تقدیر او ورځ دآخرت او دوباره ژوند دی او دا شامل دی ټول ایمانیاتوته - دوهم عبادت بدنیه چه اول اهم په هغی کښی اقامة دصلوٰة دی چه دهغی شرطونه او ارکان واجبات سنت، مستحب ټول په ځائی راوړی او همیشه ئی کوی او هغی ته دعوت ورکوی - دریم صفت عبادت مالیه دی (يُنْفِقُونَ) نه مراد هغه خرچ دی چه اللّه تعالٰی د حکم او درسول د طریقی سره برابروی او کوم چه ددی نه خلاف وی نو هغه اصراف او تبذیر دی لکه نذرانه د غیراللّه ، یؤلسمه، ماښامونه د مړو او څلویښتئ وغیره اودا ټول بدعات دی (وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ) په دی کښی اشاره ده چه بعضی مال خرچ کول پکار دی او اشاره ده چه رزق تقسیم کوؤنکی اللّه تعالٰی دی -
[۴] په دی آیت کښی د مؤمنانو نور دوه صفتونه ذکر دی ایمان په ټولو کتابونو او رسولانو او ایمان په آخرت باندی داهم غیب کښی داخل دی لیکن جدائی ذکرکړو دپاره د رد په یهودو او نصاریٰ باندی چه هغوی په خپلو کتابونوایمان راوړی او نور نازل شوی کتابونه نه منی - او دارنگ اخرت په هغه صفت سره نه منی څنگه چه قرآن کښی دهغی تفصیلات ذکر دی بلکه جنت ځان له خاص کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>