سوره ۲:البقرة

الم ۷ اَلٌبَقَرَة

أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۷﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۸﴾

دغه صفتونووالا کلک دی په هدایت باندی دطرف د رب ددوی نه، او دغه صفتونووالا خاص دوی بچ کیدونکی دی ﴿۵﴾
یقیناً هغه کسان چه کفر ئي کړی دی (په ضداوپه عنادسره) برابردی په دوی باندی ویره ورکول ستا دوی لره، اویره نه ورکول ستا دوی لره دوی ایمان نه راوړی ﴿۶﴾
بندش ایخی دی اللّه تعالٰی په زړونو ددوئ باندی اوپه غوږونو ددوئ باندی او په سترگو ددوئ باندی نااشنا پردی دی - اودوی لره عذاب لوی شان والادی - ﴿۷﴾
او بعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه وائی ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی باندی اوپه ورځ روستنی باندی او (حال دادی) چه دوی ایمان نه لری په زړونوکښی - ﴿۸﴾

[۵] په دی آیت کښی د مؤمنانو جزاء دنیوی (هدایت) او اخروی (فلاح) ‌ذکرده - مُفْلِحْ، هغه څوک دی چه مراد ته ورسیږی او هیڅ تکلیف ورله نه وی - اودا حالت صرف په جنت کښی دی - او جنت ته اول داخلیدلوته فلاح وئیلی شی (أُولَئِكَ) دلیل دی چه دغی صفتونو نه بغیر هدایت او فلاح نه حاصلیږی -
[۶] دازورنه ده کافرانو ته او دهغوی دری حالات ذکرکوی - کفرعنادی، انذار فائده نه ورکوی او ایمان نه راوړی او دا دوهمه ډله ده چه دوی غضب والادی اومراد د کفروا نه عنادی کفرکوؤنکی دی عام کافران مراد نه دی ځکه هغوی خو ایمان راوړی - معلومه شوه چه کفر دوه قسمه دی کفر جهلی او کفرعنادی، (عَلَيْهِمْ) علیک ئي‌ نه دی وئیلی ځکه چه دوی ته په دعوت کولو کښی ثواب دداعی کیږی -
[۷] تخویف (ویره ده) کافرانو لره او دا دُنیوی او اُخروی سزا ذکر کوی (خَتَمَ) بندولو مطلب دادی چه زړونه ددوی په حق کښی فکر نه کوی (مراددزړه نه عقل دی) او په غوږونو سره حق نه آوری او په سترگو سره دوی حق ته نه گوری او ددی سبب ددوی کفر دی لکه نساء (۱۵۵) کښی او ددوی عملونه لکه سورة تطفیف (۱۴) کښی - لیکن اللّه تعالٰی ددی پیدا کوؤنکی دی او حاکم دی ځکه اللّه تعالٰی ځان له نسبت کړی دی - او دا دری قوتونه چه په حق کښی نه استعمالیږی نو د انسانیت آثار ترینه بهر شی (عَذَابٌ عَظِيمٌ) عذاب هرحالت د تکلیف او ضرر ته ویلی شی - عظیم، مراد دعظمت نه ډیرهیبت ناک او همیشه عذاب دی او دا خاص دی په کافرانوپوری -
[۸] ددغی آیت نه تر (۱۴) پوری زورنی دی منافقانو ته او دهغوی پنځلس ناکاره صفات دی او دا ریمه ‌ډله ده - گمراهان دی اودادوی اول صفت دی، اوتعریف دی دمنافقت، (وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ) په زړه کښی ئی تصدیق نشته یا د اللّه تعالٰی په نزد مؤمنان نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>