الم ۵ اَلٌبَقَرَة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿۱﴾ ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ ﴿۲﴾

 الف لام میم ﴿۱﴾
داپوره کتاب دی نیشته هیڅ شک پدی کښی لار (تقویٰ ) ښائي پرهیزگارانوته ﴿۲﴾

سوره البقرة

نومونه ددی سورة:: فسطاط القران (خیمه کلان) سنام القران (جای بلند) زهرا (جلادار) و البقرة -
ربط: ددی سوره د مخکښی سره دادی چه دا تفصیل دی او هغه اجمال وو، او هلته طلب د هدایت وو او دلته بیان د هدایت دی - هلته رب العالمین او دلته تفصیل د ربوبیت دی - هلته ایاک نعبد او دلته اثبات د توحید فی العبادة دی -
دعویٰ ددی سورة: توحید او رسالت او جهاد او انفاق فی سبیل اللّه دی - توحید ئي ثابت کړی دی په لس طریقو سره او هریو ددی څلورو نه څلور څلور کرته ذکر دی -
اجمالی خلاصه د سورة: اول دعوت قرآن ته ، بل دعوت مقصد د قرآن ته چه توحید دی بلکه ضرورت د خلافت دپاره د اجراء د مقصد د قرآن - بیا اوامر نواهی د بقاء د خلافت بیا انعامات خاصه په خلافت صحیحه باندی بیا پنځوس قباحات او خباثت د بنی اسرائیلو چه سبب دی دپاره دزوال د خلافت د هغوی نه بیا تهذیب الاخلاق او امورسیاسیه او د تدبیرمنزل امور دپاره دقیام د خلافت او ورسره قتال او حج کول اوپه آخرکښی د مضبوط والی د خلافت دپاره انفاق فی سبیل اللّه دی -
خلاصه سوره: داده چه په دی سورة کښی ځلور حصی دی، اول حصه کښی څلور بابونه دی اول باب د اولی حصی تر (۲۰) پوری دی - د کتاب اللّه دری صفتونه، د مؤمنانو پنځه صفتونه، او دهغوی جزاگانی، بیا دکافرانو دری صفات او د هغوی سزاگانی، بیا د منافقانو پنځلس صفات او د هغوی سزاگانی او آخرکښی مثالونه دی -

تفسیر

[۱]دی ته مقطعات وئیلی شی په نزد د اکثر علماؤ دا د متشبهاتو نه دی چه د هغی علم حقیقت اللّه تعالٰی پوری خاص دی، بو حکمت ئی دادی چه دا تنبیه ده دقرآن کریم په معجزوالی باندی چه دا کتاب هغه حرفونو باندی مشتمل دی د کومونه چه دا خلق خپلی خبری جوړوی لیکن بیاهم ددی کتاب پشان څه جمله نشی جوړولی او دا قول اکثر اهل عملو غوره کړیدی - او دا مقطعات د یودیرش صورتونو په سرکښی ذکر دی او په حذف د تکرار سره څوارلس حرفونه دی چه په دوی کښی د حرفونو دټولوصفاتونه څه نا څه حصه شته دی -
[۲] په دی کښی ترغیب دی قرآن ته په ذکرد دری صفتونو دهغه اول داچه دا پوره کتاب دی دوهم په دی کښی هیڅ شک نیشته دریم په دی کښی پوره هدایت دی یعنی کوم خلق چه اراده لری دلاری دتقویٰ نو هغوی ته داکتاب لار د تقویٰ ښائي او چاچه دالار حاصله کړی ده دا کتاب هغوی لره پوخ والی ورکوی په دغه لار باندی - (رَيْبَ) شک دی سره د تهمت او او انکار نه او دلته مراد ددی نه شک دی لیکن مخالفینوددی په باره کښی ریب کوؤ ددی وجی نه دلته ئي نفی دریب اوکړه - (لِلْمُتَّقِينَ) متقی په دری درجو سره دی اول هغه چه د هرقسم شرک او کفر نه ځان بچ کوی، دوهم چه په اوامرو باندی عمل کوی او د منهیاتونه ځان بچ کوی دریم چه شبهاتونه هم ځان ساتی نو متقی په دی ټولو حالاتو کښی دقرآن هدایت ته محتاج دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>