سُوٌرَةُ ۴ الٌفَاتِحَةِ

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ ﴿۷﴾

لاد دهغه کسانو چه نعمت کړیدی تا په هغوی باندی، نه دی هغه کسان چه غضب کړی شوی دی به هغوی باندی او نه دی بی لاری ﴿۷ ﴾

[۷](صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ ) هرکله چه د صراط مستقیم دعوی دار ډیر خلق دی نو د هغی دپاره پوره نښه ذکرکوی چه منعم علیهم لار د نیغی لاری دپاره نښه او دلیل دی او خاص نعمتونه چه په قرآن کښی د خاص خلقو دپاره ذکردی، (۱) الفت او مینه کول په کورنئ کښی (۲) کتاب اللّه او حکمت ورکول (۳) اطاعت داللّه او رسول (۴) غیبی نصرت (۵) نجات د دُنیوی عذاب نه (۶) جنت ته داخلیدل - او خاص منعم علیهم انیباء علیهم السلام او صحابه کرام دی داد قرآن د مختلف آیاتونونه معلومیږی چه دهغی تفصیلی ذکر په تفسیر احسن الکلام کښی ذکر دی مقصد داشو چه صراط مستقیم خو لار انبیاء علیهم السلام او صحابو دهغوی ده نوچه څوک په طریقه د نبی ﷺ او په طریقه د صحابو باندی نه چلیږی او د هغه سره دلیل سنت د نبی او د صحابو نه وی نودهغه دعویٰ د صراط مستقیم دروغ دعویٰ ده (غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ) دا صفت موضحه (جداکوونکی) د الذین انعمت علیهم دی یعنی منعم علیهم د مغضوب علیهم او ضالین نه بالکل جدا او مغائردی - الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ، یهودیان دی لکه چه په حدیث کښی راغلی دی دارنگ هرهغه څوک چه په هغوی کښی اسباب د غضب وی او هغه اسباب په قرآن کریم کښی اوولس ‌ذکردی - المغضوب، لفظ کښی اشاره ده چه په دوی باندی د هرطرف نه غضب دی د اللّه تعالٰی او د ملائکو او د مؤمنانو د طرف نه اوپه ورځ دقیامت د خپل د تابعدارانو دطرف نه - او الضالین، داهم نصاریٰ دی لکه په حدیث کښی وارد دی او هغه څوک چه په هغوی کښی اسباب د ضلال وی هغه هم په قرآن کښی اوولس ذکر دی - نوپه دغی دواړو لفظونو کښی ټول باطل پرست خلق داخل دی چه د حق نه مخالف وی په جهل یا په ضد او عناد سره - او دا دلیل دی چه انبیاء علیهم السلام د اسبابو د غضب او ضلال نه معصوم دی او صحابه کرام دهغی نه محفوظ دی - (آمِینْ) دا وئیل د سورة په اختتام کښی په مونځ کښی دننه او بهر دواړه حالتونوکښی سنت دی او په جهری مانځه کښی صحیح احادیث مرفوعه ئی ذکر کړی دی دارنگ حدیث د وائل بن حجر چه امام ترمذی او ابن ماجه راوړی دی په دغی باندی ښکاره دلیل دی - او تفصیل د مسئلی په تفسیر د احسن الکلام کښی ذکر دی - او قرآئت د سوره فاتحه په امام پسی په تفصیل سره په تفسیر د سورة اعراف کښی ذکر دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>