سُوٌرَةُ ۳ الٌفَاتِحَةِ

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿۵﴾اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ ﴿۶﴾

خاص تالره بندگی (محتاجی) کوؤ مونږ او خاص ستانه امداد غواړو (دهرڅه او په هرحال کښی) - ﴿۵ ﴾
کلک کړی مونږ په لاره نیغه (سیده) باندی ﴿۶﴾

[۵](إِيَّاكَ نَعْبُدُ) دا نتیجه د مخکی دلیلونو ده چه هرکله توحید د ذات او صفاتو ذکرشو نواوس د هغی په نتیجه کی توحید دعبادت ذکر کوی - عبادت بی انتها عاجزی سرهٔ د پوره اطاعت نه عبارت دی اوپه دی کښی دزړه عبادت او د اندامونو عبادت او مال عبادت او په هغی کښی فرض، سنت، مستحب، مکروه او حرام ټول داخل دی او په حلال او حرام کښی اطاعت کول داهم عبادت دی - (إِيَّاكَ)، هرکله چه عبادت کښی مقصد خاص کول د عبادت دی د پاره د اللّه تعالٰی او دغه توحید دی نو ددی وجی نه ایاک ئی مخکی ذکرکړو (وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) په عباداتو کښی استعانت او دعاغوختل اصل عبادت دی ددی وجی نه دائی د عبادت نه وروستو په خصوصیت سره ذکر کړو - او په دی کښی اشاره ده چه بنده په عبادت کولو کښی هم د اللّه تعالٰی امداد ته محتاج دی نو ددهٔ د عبادت کولو هیڅ احسان په اللّه تعالٰی باندی نشته - او دلته هم ایاک دلالت کوی چه دُعا رامددشه وئیل حاجت روائی او د مشکلاتو لری کولو دپاره استعانت په اللّه تعالٰی پوری خاص دی دا رد دی په هغه چاچه اللّه تعالٰی نه سیوا نبی، ولی، بزرگ، پیر، فقیر ته په سختئ کښی یا دحاجت د پوره کولو دپاره رامددشه اوازونه کوی او هغوی ته د بندگئ په طور عاجزی کوی او دا شرک دی په شان دشرک د عرب جاهلیت والو -
[۶](اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) هرکله چه دتوحید ټول اقسام ذکرشول نواوس تعلیم ددُعا دی دطرف د اللّه تعالٰی نه بندگانو دپاره د مضبوط پاتی کیدلو په هغی باندی، هدایت په لغت دعرب کښی لار دخیر خودل دی او کله دشر په ځای استعمالیږی په طورد تحکم او د اللّه تعالٰی د طرف نه د هدایت ډیر درجات دی اوله درجه دهدایت فطریه او دوهمه حواس ظاهریه پیداکول او دریمه درجه قوة عقلیه ورکول څلورمه درجه عقلی دلیلونه پیدا کول په نفسونو او اطراف عالم کښی - پنځمه درجه کتابونه نازلول او رسولان رالیږل شپږمه توفیق او مضبوط والی ورکول اوؤمه د توفیق په نتیجه سره جنت ته رسول او ددی ټولو درجاتو دپاره لفظ دهدایت استعمال کړی شوی دی - دلته مراد د هدایت نه توفیق او پوخ والی دی او ددی درجی نسبت کول په اللّه تعالٰی پوری خاص دی (الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ) هغه لار چه زیاتی کمی او کوگوالی په کښی نه وی او مقصد ته رسوؤنکی وی او ددی تفسیر په قرآن کریم کښی په څلورو څیزونو سره دی اول توحید د ربوبیت او الوهیت لکه په سورة آلعمران (۵۱) کښی دوهم قرآن کریم لکه په سورة انعام (۱۲۶) کښی او دریم لار د انبیاء علیهم السلام لکه په سوره صافات (۱۱۸) او یٰس (۴) کښی او څلورم تابعداری د طریقی درسول لکه په سورة زخرف (۶۱) کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>