سُوٌرَةُ ۲ الٌفَاتِحَةِ

الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۳﴾مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ ﴿۴﴾

چه عام مهربانئ والادی خاص رحم کوونکی دی ﴿۳ ﴾
اختیارمند (واکدار) د ورځ دبدلی دی ﴿۴﴾

[۳] (الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) داهم صفتونه د اللّه تعالٰی دی په طریقه د دلیل سره دپاره د دعویٰ دا دواړه د رحمت نه اخستلی شوی دی او رحمت په صفت د اللّه تعالٰی کښی احسان فضل او نعمت کولو ته وئیلی شی او د بنده په صفت کښي زړه نرم کیدلو ته ویلی شی -دا صفتونه په بسم اللّه کښی ذکر شوی وؤ په طریقه دلیل د استعانت او په دی ځای کښی په طریقه ددلیل دپاره د تخصیص د حمد د اللّه تعالٰی ذکر دی -
[۴] (مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ) داهم صفت د اللّه تعالٰی دی دپاره ددلیل ددعویٰ ، مالک د مِلک نه دی په معنی د اختیارمند او واکدار سره دی او پدی معنیٰ سره اللّه تعالٰی لره خاص دی (يَوْمِ الدِّينِ) داد قیامت د دیرش نومونونه یو نوم دی او الدین، په ‌ډیرو معانوسره راځی لیکن دلته په معنیٰ د جزا سره دی - اللّه تعالٰی د هرڅیز مالک دی هم په دنیا او هم په آخرت کښی لیکن دلته ئی تخصیص د ‌روز جزا اوکړو ځکه چه په دنیا کښی کوم ظاهری مالکان شته نو په قیامت کښی هیڅوک مالک نه وی بغیر د اللّه تعالٰی نه - ددی صفتونو او دلیلونو ترتیب دادی چه رب العالمین کښی معلومه شوه چه پیدا کؤنکی د هرنعمت اللّه تعالٰی او هغه ئی مالک دی نو سوال پیدا کیږی چه دا نعمتونه څوک ورکوی او تقسیم کوی او فرق په دغه نعمتونوکی شته دی او که نه نو الرحمٰن الرحیم سره جواب اوشو - بیا سوال پیدا کیږی چه ددی نعمتونو د استعمال د تحلیل او تحریم اختیار چاسره دی نوجواب اوشو په مالک سره او اشاره اوشوه په یوم الدین چه ددی نعمتونو استعمال خو کوئی لیکن د حساب او دجزا انتظار هم کوئی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>