سُوٌرَةُ ۱ الٌفَاتِحَةِ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ﴿۱﴾الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۲﴾

خاص په نوم د اللّه تعالی سره چه عام مهربانی والا خاص رحم والا دی (امداد غواړو په ټولوحاجتونو او حالتونوکی) ﴿۱﴾
ټول صفتونه د خدائیتوب خاص اللّه تعالٰی لره دی چه پالنه کوونکی د ټول عالم دی - ﴿۲﴾

سوره الفاتحة
داد قرآن په کتبی ترتیب کی اول سورة دی او مکی دی او مکی هغه ته ویلی شی چه د هجرت د نبی نه وړاندی نازل شوی وی او ددی سورة مفسرینو دویشت نومونه ذکر کړی دی مشهور نوم ئی الفاتحه ده چه دقرآن کریم افتتاح او د مونځ د هررکعت افتتاح پدی سورت سره کیږی - بل نوم ئی ام القرآن یعنی دقرآن کریم مقاصد اصول پدی سورت کی را جمع دی د هغی تفصیل دادی چه په دی سورة کی پنځه اقسام د توحید دی توحید دذات ، توحید د ربوبیت، توحید د آسماء صفات، توحید د الوهیت، توحید د حکم او تشریع - او دارنگ د معرفت پنځه قسمونه دی معرفت د ذات الٰهی ، معرفت د صفاتو د اللّه تعالٰی معرفت د حقوقو د اللّه تعالٰی معرفت د هغه لاری چه رسونکی ده حقوقو د هغه ته معرفت د اهل طریق او د هغی د مخالفینو - دارنگ پنځه نومونه د اللّه تعالٰی دی اللّه ، رب ، رحمٰن، رحیم، مالک، او د اوو گمراهو فرقو تردید دی - ټول مشرکان، قدریه، جبریه، مرجئه، روافض شیعه او ټول مبتدعین او جهمیه -
دعویٰ ددی سوره:: اثبات دصفاتو د الوهیت (خدائی توب) خاص اللّه تعالٰی لره به په لفظ د الحمد للّٰه سره -
خلاصه د سوره:: اول دعوی ده ، دویم دری دلیلونه دی ، دریم نتیجه د هغی په توحید د عبادت او استقامت سره ، څلورم تعلیم د دعا د هدایت او استقامت، پنځم ذکر د دری ‌ډلو -
تفسیر

[۱] (بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ) باء دپاره دا ستعانت (مدد طلب کولو) ده (اللَّه) اسم ذات عَلَم (نوم) دی چه ټول صفتونه د کمال پکښی را جمع دی - (الرَّحْمَنِ) هغه ذات چه صفتونه ئی عام دی په دنیا کښی او غټو نعمتونووالا دی - (الرَّحِيمِ) هغه ذات دی چه خاص رحمتونه او نعمتونه کوی په خاص بندگانو باندی په دنیا او آخرت کښی - د امداد غوښتلو سره صفتونه د رحمت پوره مناسبت لری ددی وجی دا صفتونه ئی خاص کړل (بِسْمِ) دپاره متعلق پټ دی لیکن روستو د هغی نه د پاره د تخصیص پیداکولو نو معنیٰ ئی داده چه خاص په نوم د اللّه تعالٰی چه رحمٰن رحیم دی امداد غواړو په هرکار او هرحال کښی او خاص په وخت د شروع کولو د قرآن کښی نو په دی کلمه کښی رد دی په په شرک فی الاستعانت باندی او دا دین د اسلام خلاصه ده او ټولو کتابونو دالٰهیو مقصد دی -
[۲] (الْحَمْدُ لِلَّهِ) دا دعویٰ ددی سوره ده او دا د پنځه سورتونو په سر کښی راغلی ده سورة انعام ، سورة کهف، سورة سبا، سورة فاطر - او په قرآن کریم کښی ډیر ځله دا کلمه ذکر ده - حمد د عربئ په لغت کښی ستائنه کول (صفتونه کول) او د قرآن په اصطلاح کښی صفتونه کول د اللّه تعالٰی هغه چه اللّه تعالٰی دځان دپاره په قرآنکریم کښی وئیلی دی او په احادیثو کی رسول اللّه د اللّه تعالٰی دپاره وئیلی دی او دهغه صفتونو خلاصه داده (۱) تصرف واکداری اختیار مطلق (۲) علم دهرڅیز غائب وی او که حاضر د ماکان او ما یکون او دیته ئی د الوهیت (خدائیتوب) صفتونه وئیلی دی (لِلَّهِ) لام دپاره د تخصیص دی یعنی دغه صفتونه د الوهیت د اللّه تعالٰی دپاره خاص دی په دی کښی د هفه شریک هیڅوک نشته نه نبی نه ولی نه ملک او جن پیر او فقیر او ټول مخلوق - نوپه دی کښی رد دی په ټولو اقسامو د شرک او په په ټولو ‌‌‌ډلو مشرکانو باندی (رَبِّ الْعَالَمِينَ) دا صفت په طریقه د دلیل اول سره دی دپاره د دعویٰ او دا صفت مشرکانو د اللّه تعالٰی دپاره منلی دی لکه په سورة مؤمنون (۸۷،۸۶) کښی - رب د تربیت نه اخستلی شوی دی یعنی یو څیز په دمه دمه خپل کمال ته رسول نو په تربیت کښی دوه خبری شامل دی اول د پالنی د ژوند تیرولو څیزونه پیداکول دویم په هغی کښی د پالنی اثر پیداکول او دا کارونه د اللّه تعالٰی نه بغیر هیڅوک نشی کولی نوځکه دا صفت اللّه تعالٰی پوری خاص دی او د رب په لغت د عرب کښی ‌ډیری معانی شته او بعضی دهغی نه په قرآن کښی هم مستعمل دی - سید، مالک، مصلح خیرخواه، حاکم، اختیارمند دحکم ، پالنه کوونکی، معبود، (الْعَالَمِينَ) جمع د عالم ده ټول موجودات سیوا د اللّه تعالٰی نه دیته عالم ویلی شی په هغی کی ډیراقسام دی ددی وجی نه جمع ئی ذکر کړی ده اود هغی تفسیر په سورة شعراء (۲۸،۲۷،۲۶) کښی ذکر دی -

<<بعدی صفحه مخکنی صفحه >>