عَمَّ ۱۵۷۹ اَلنَّاس

مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ ﴿۴﴾ الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ ﴿۵﴾ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ ﴿۶﴾

د شر د وسوسو اچوؤنکو نه چه پټیدونکی دی ﴿۴﴾
هغه چه وسوسی اچوی په سینو د انسانانوکښی ﴿۵﴾
دپیریانو او د انسانانونه ﴿۶﴾

[۴] په دی کښی ذکر دمستعاذ منه دی اود هغه ئی دری اوصاف ذکرکړی دی اول (الْوَسْوَاسِ) وسوسه په عرف کښی پټه القاء ده په نفس کښی دشر یاپه پټ اواز سره چه صرف موسوس (هغه څوک چه وسوسه ورته کیدی شی) ئی آوری یا بغیر دآواز نه که دنفس د طرف نه وی یا د جنی د طرف یا دانسی دطرف نه وی اورهرکله چه پټه القاء‌ د خیروی نو هغی ته الهام وئیلی شی - دوهم وصف (الْخَنَّاسِ) د خنس نه ماخوذ دی په شا باندی تلل او پټیدل دی روستو دښکاره کیدلو نه او په روایت د ابن عباس رضی اللّه عنهما کښی دی چه شیطان گوډی لگولی دی په زړه د ابن آدم نوهرکله چه دا زړه غافل شی نو دی ورته وسوسی اچوی اوهرکله چه ذکرکوی اللّه تعالٰی لره نودی روستو شی اوپټ شی - اوپه دی وصف کښی لطیفه اشاره ده چه شیطان په اصل کښی کمزوری دشمن دی ځکه چه د ذکرد اللّه تعالٰی مقابله نشی کولی -
[۵] دا دریم وصف دی (سوال) دا صفت خو د اول په شان دی نوولی ئی دوباره ذکرکړو؟ (جواب) دادی چه اول صرف وسوسه اچول دی اوپه دی کښی ذکرد محل وسوسی دی چه صدورالناس دی - (سوال) وسوسی خوپه زړه کښی راځی لکه نورو روایاتونو نه معلومه ده او مشهوره هم ده نو دلته ئی دسینی ذکرولی اوکړو؟ (جواب) سینه د زړه دپاره درشل ده نو زړه محل دی د ذکرد اللّه تعالٰی خاص دی په ذکراللّه پوری نو شیطان له دا طاقت نه ورکوی چه زړه دننه ورداخل شی نودی د سینی په واسطی سره زړه ته القاء‌ کوی (فِي صُدُورِ النَّاسِ) کښی دوه احتمالونه دی اول داچه ظاهری معنیٰ مراد ده او مراد دادی چه شیطان جنی او انسی کوشش کوی چه وسوسه دده د انسان زړه ته اورسیږی - دوهم احتمال دادی چه دا ذکر د محل دی او مراد ترینه حال دی یعنی عقیده او ایمانیات نومراد دادی چه شیطان جنی او انسی د عقیدی په باره کښی اول او ډیری وسوسی اچوی کفراو شرک ته انسان را کاږی ځکه چه عقیده ئی خرابه شی نو ټول اعمال په هغی سره باطل گرځی نو دا جمله (الذی یوسوس) روستو د الوسواس نه تخصیص بعد التمیم دی -
[۶] دا بیان دی د الذی یوسوس دپاره - یعنی وسوسه اچوؤنکی دوه قسمه دی یو قسم د جناتو نه دی اوبل قسم د انسانانو نه دی او ددی تائید په انعام (۱۱۲) کښی دی بیا وسوسه د شیطان انسی په واسطه د غوږونو سره ده چه په دغی واسطی سره وسوسه زړه ته رسوی او وسوسه د شیطان جنی په ډیرو طریقو سره وی کله په بدن د انسان کښی داخل شی سینی ته اورسی اوکله په شکل دانسان سره جوړ شی اودهغه غوږ کښی وسوسه اچوی لکه چه حدیث کښی راغلی دی چه شیطانان د ملائکونه د بعضی خبرو غوږ سارنه اوکړی اوبیائی په غوږونو د کاهنانو (ترویتیانو) کښی اچوی او ورسره نور سل دروغ جوړکړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>