عَمَّ ۱۵۷۸ اَلنَّاس

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ ﴿۱﴾ مَلِكِ النَّاسِ ﴿۲﴾ إِلَهِ النَّاسِ ﴿۳﴾

ته اُوایه پناهی غواړم په رب د انسانانو ﴿۱﴾
بادشاه د انسانانو ﴿۲﴾
حق دار د بندگئ د انسانانو ﴿۳﴾

سورة الناس

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څلورو وجوهو سره دی اول دا چه په هغه سورة کښی د سحر او حسد نه استعاذه ذکرشوه نو په دی سورة کښی استعاذه د منشاء د هغی دواړو نه ذکرکوی چه وسواس دی - دوهمه وجه داده چه په هغه سورة کښی فلق (په معنیٰ دخلق) ذکرشو نو په دی سورة کښی اشرف د خلقو ذکرکوی چه الناس دی یعنی تخصیص بعد التعمیم دی - دریمه وجه داده چه په هغه سورة کښی د اللّه تعالٰی یو صفت ذکردی اوپه دی سورة کښی دهغه دری صفتونه ذکردی - څلورمه وجه داده چه په هغه سورة کښی تعوذ وؤ د شر دمصائبو خارجیونه اوپه دی سورة کښی تعوذ دی د شر د مصائبو داخلیونه -
دعویٰ د سورة: امردی په تعوذ سره د شر د وسواس نه -
خلاصه د سورة : امردی په تعوذ بالرب سره او دری صفتونه د اللّه تعالٰی ذکردی - رب، ملک، اِلٰه او دری اوصاف د مستعاذمنه ذکردی - وسواس، خناس، یوسوس فی صدورالناس -

تفسیر

[۱] (بِرَبِّ النَّاسِ) خالق ئی نه دی وئیلی ځکه چه صفت درب د استعاذه سره مناسبت لری چه استعاذه کښی معنیٰ د حفاظت ده او حفاظت سره تربیت مناسبت لری - او (رَبِّ) د تربیت نه ماخوذ دی او مراد دتربیت نه دادی چه دا انسان ئی پیدا کړی دی او د هغه د پالنی څیزونه اللّه تعالٰی پیدا کړی دی او پيدا کوی، او باران وروی بوټی را اوباسی دانی میوی پخه وی اوبه ئی پیدا کړی دی اورئی پیدا کړی دی انسان ته ئی د خوراک او دهضم اسباب ورکړی دی -
[۲] (مَلِكِ) د مُلک نه ماخوذ دی او ملوکیت وئیلی شی تسلط په انتظام کولو او حکم کولو کښی او په رعیت باندی اطاعة د ملِک واجب وی نوپه دی کښی اشاره ده توحید فی الحکم والطاعة والتحلیل والتحریم ته -
[۳] (إِلَهِ) په معنیٰ مشهور سره دی حقدار د بندگئ ته وئیلی شی او اطلاق ئی په هغه ذات کیږی چه مخلوق ورته حاجتونه پیش کوی -
فائده: ددی دری صفتونو د تخصیص دپاره ډیر وجوه دی اوله وجه داده چه په دی صفتونو کښی ترتیب واقعی دی هغه دادی چه اول عقیده د ربوبیت ضروری ده نوپه هغی کښی اشاره ده چه د ټولو انعاماتو خالق او مالک او ورکوؤنکی اللّه تعالٰی دی بیا که څوک وهم اوکړی چه هغه انعامات راکړی دی نو ټول ځمونږ دپاره مباح دی لکه فرق اباحیه او نظریه اشتراکیت والا دا عقیده لری یا څوک اووائی چه تحلیل تحریم په دی انعاماتو کښی د اقتدار والو اختیار دی څوک وائی چه د امامانو او علماؤ اختیاردی څوک وائی چه د پیرانو اختیا ر دی نوددی وهمونو جواب ئی اوکړو په مَلِكِ النَّاسِ سره یعنی هغه بادشاه د حل او حرمت د هغه دی څه ئی حلال کړی دی او څه ئی حرام کړی دی بیا که څوک وهم اوکړی چه په مونږ دهغه تحریم او تحلیل او اطاعت په څه سبب سره واجب دی نو جواب اوشو چه إِلَهِ النَّاسِ، یعنی حق دار د عبدیت دی نو په مونږ باندی د هغه عبدیت فرض دی -
فائده: په دی کښی معلومه شوه چه توحید د ربوبیت مستلزم دی توحید د طاعة لره او هغه دواړه مستلزم دی توحید د الوهیت لره اولوئ مقصد توحید د الوهیت دی ددی وجی نه په کلمه د توحید کښی لفظ اِلٰه ئی ذکرکړی دی (لااِله الَّا اللّه) او توحید د الوهیت متضمن دی ټولو انواعو د توحید لره - ددی وجی نه قرآن کښی آخری ئی دا صفت ذکرکړو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>