عَمَّ ۱۵۴۰ اَلْاِنْشِرَاح

فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا ﴿۵﴾ إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا ﴿۶﴾ فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ ﴿۷﴾ وَإِلَى رَبِّكَ فَارْغَبْ ﴿۸﴾

یقیناً‌ د سختئ سره اسانتیا وی ﴿۵﴾
یقیناً‌ دسختئ سره آسانتیا وی - ﴿۶﴾
نو کله چه اوزگار (فارغ) ئی نو ځان ستړی کړه ﴿۷﴾
او خاص خپل رب ته رغبت کوه ﴿۸﴾

[۶،۵] دا دعویٰ دسورة ده (تسلی) تفریع ده په مخکښی دری نعمتونو باندی یعنی دغه نعمتونه سبب دی د یُسر (آسانتیا) په دنیا او آخرت کښی (الْعُسْرِ) صحیح داده چه په اوله جمله کښی عسر دنیوی یعنی فقر او غریبی مراد دی چه په هغی پسی ډیرغنیمتونه او فتحی د ملکونو راغلی او اللّه تعالٰی په نبی ﷺ باندی او صحابوباندی دنیوی وسعتونه راوستل - اوپه دوهمه جمله کښی د عسرنه مراد عسرِ دینی دی یعنی دینی تکالیف او مصائب په اول وخت کښی ډیر وؤ بیا د اللّه تعالٰی دطرف نه فتح او نصرت راغی او خلق به ډلی ډلی په دین کښی داخلیدل او دارنگ په دی پسی اخروی یُسر دی (جنتونه) -
[۸،۷] روستو د ذکر دانعاماتو نه ترغیب دی د هغی شکرکولو ته او دهغه شکردوه طریقی ئی ذکرکړی دی اوله طریقه (فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ) په دی جمله کښی مفسرینو ډیر اقوال ذکرکړی دی - غوره قول دادی هرکله چه فارغ شی ددنیا د ضروری کارونو نه نوځان ستړی کړه ددین په کارکښی چه عبادت او دعوت کول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>