عَمَّ ۱۵۳۹ اَلْاِنْشِرَاح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ ﴿۱﴾ وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ ﴿۲﴾ الَّذِي أَنْقَضَ ظَهْرَكَ ﴿۳﴾ وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ ﴿۴﴾

آیا نه ده پرانستلی مونږ تا لره سینه ستا ﴿۱﴾
او سپک کړی دی مونږ ستانه بوج ستا ﴿۲﴾
هغه چه درنه کړی ده ملا ستا ﴿۳﴾
او پورته کړی دی مونږ تالره ذکر(یادول) ستا ﴿۴﴾

سورة الانشراح
او نور نومونه ئی دادی سورة الم نشرح او سورة الشرح -

ربط: ددی سورة د سورة الضحیٰ سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی یو قسم تسلی وه نبی ﷺ ته اوپه دی سورة کښی بل قسم تسلی ده هغه ته - دوهمه وجه په هغه سورة کښی تذکیروؤ په دری انعاماتو سره مخکښی د نبوت نه اوپه دی سورة تذکیردی په دری نعمتونو سره روستو د نبوت نه -
دعویٰ ددی سورة: تسلی ده نبی ﷺ ته په (۶،۵) کښی او وعده ده د یُسر روستو د عُسر نه په دلیل د دری نعمتونو سره او تیزی ورکول دی په (۸،۷) کښی په دعوت باندی او د اللّه تعالٰی یو اسم ذکردی (رب) او دری صفات فعلیه دی -
خلاصه د سورة داده: چه اول یاداشت د دری نعمتونو دی بیا تسلی ده په یُسرسره بیا تیزی ده په دعوت باندی په مینه د اللّه تعالٰی سره -
فائده: په دی دواړو سورتونو کښی لوی مقصد اثبات د صدق د رسول اللّٰه ﷺ دی -

تفسیر

[۱] دا اول انعام ذکرکوی او دا انعام د موسیٰ علیه السلام په دعا کښی ذکردی سورة طٰهٰ (۲۵) کښی، او دا سبب دهدایت دی لکه چه په سورة انعام (۱۲۵) کښی او سبب د نوردی لکه په سورة زمر (۲۲) کښی او مراد دشرح صدرنه ضروری علمونه او معارف ورکول دی او هرقسم شبهات او شکونه د زړه نه زائل کول دی -
[۲] دا دوهم انعام ذکرکوی یعنی د نبوت ورکولو نه روستو د نبوت کار آسانول (وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ) وِزرَ بوج ته وئیلی شی او وضع د وزر بوج سپکول او بوج لری کولو ته وئیلی شی او وزر نه مراد نبوت دی ځکه د وحی بوج دومره زیات وؤ چه په نبی ﷺ په ابتداء‌ کښی داسی هیبت راغلی وؤ چه نزدی وه چه ځان ئی د غر د سرنه راغورځولی وی لیکن جبرئیل علیه السلام منع کړو اوپه سخت ژمی کښی به په هغه باندی خوله راتلله لیکن دا بوج اللّه تعالٰی آسان کړو تردی پوری چه هغه ښه په آسانه طریقه سره وحی ایزده کوله اوپه رسولو د وحی کښی هم ډیرمصیبتونه تکالیف وو د وجی د مخالفت د قوم نه لیکن هغه هم اللّه تعالٰی آسان کړل -
[۳] (أَنْقَضَ) نقیض هغه آواز ته وئیلی شی چه د وجی د دروندوالی د بوج نه وی مراد تری دلته دروندوالی دی -
[۴] دا دریم انعام دی رفع د ذکر د نبی ﷺ په ډیروطریقو سره ده اول ذکر دهغه په کلمه د تشهد کښی دی اوپه اذان کښی او په خطباتو کښی او دوهم په منبرونو باندی په ورځ دجمعی او اخترونو او وعظونو کښی - دریم ذکر دهغه په مخکنو کتابونو کښی - څلورم میثاق اخستل د مخکنو انبیاء علیهم السلام نه په باره دده کښی - پنځم ذکر دده په ملائکو کښی - شپږم ذکر دده په مقام د اطاعت د اللّه تعالٰی کښی (اطیعوا اللّه و اطیعوا الرسول) اوپه مقام د رضا کښی (واللّه و رسوله احق ان یرضوه) - اووم په اوچتو او شریف اخلاقو سره متصف کیدل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>