تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۵ اَلْمُرْسَلات

ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ الْآخِرِينَ ﴿۱۷﴾ كَذَلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِينَ ﴿۱۸﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۹﴾ أَلَمْ نَخْلُقْكُمْ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ ﴿۲۰﴾ فَجَعَلْنَاهُ فِي قَرَارٍ مَكِينٍ ﴿۲۱﴾ إِلَى قَدَرٍ مَعْلُومٍ ﴿۲۲﴾ فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ الْقَادِرُونَ ﴿۲۳﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۲۴﴾ أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا ﴿۲۵﴾ أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا ﴿۲۶﴾

بیابه راولو دوی پسی روستو خلق ﴿۱۷﴾
دغسی کارکوؤ مونږ د مجرمانو سره ﴿۱۸﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۱۹﴾
آیا مونږ نه ئی پیدا کړی تاسو د اوبو سپکونه ﴿۲۰﴾
نو حصاری کړی دی مونږه هغه په ځای د قراری مضبوط کښی ﴿۲۱﴾
تر نیټی مقرر پوری ﴿۲۲﴾
نو قدرت لرو مونږ نو ښه قدرت لرونکی یو ﴿۲۳﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۲۴﴾
آیا نه ده گرځولی مونږه ځمکه را غونډؤنکی ﴿۲۵﴾
ژوندو لره او مړو لره ﴿۲۶﴾

[۱۹] دلته د مکذبین هغه خلق مراد دی چه قصی او واقعات د هلاکت د مخکنو مجرمانو نه منی او دروستو مجرمانو د تخویفاتو تصدیق نه کوی کوم چه مخکښی دری آیاتونو کښی ذکر شول -
[۲۲،۲۱،۲۰] دا دلیل نقلی نفسی دی د اول پیدائش د انسان د اثبات د بعث بعدالموت دپاره (مَاءٍ مَهِينٍ) دا نطفه ده چه کمزوری اوبه دی او سپکی دی یعنی نفرت ترینه کیدی شی برابره خبره ده که پاکه وی اوکه پلیته وی ددی نه د پلیت والی د منی استدلال نشی کیدلی - او مراد د مآءٍ نه جنس اوبه دی یعنی اوبه د سړی او دزنانه ځکه چه نصوصو سره ثابت دی چه خلق دبچی د دواړو اوبونه شوی دی - (قَرَارٍ مَكِينٍ) مراد ددی نه رحِم د مور دی چه سره د ثقل د حمل نه په رحم کښی محفوظ وی (إِلَى قَدَرٍ مَعْلُومٍ) مراد ترینه وخت د ولادت دی چه شپږ میاشتی یا نهه میاشتی دی بناپه اکثرعادت اگرچه کله کله ددی نه زیات شی - (مَعْلُومٍ) یعنی په اعتبار د عرف او عادت د نساؤ سره معلوم دی (فَقَدَرْنَا) بعضی اهل لغتو فرق کړی په مینځ د تخفیف او تشدید کښی یعنی مخفف دقدرت نه دی نو دا تاکید د ماقبل دی یعنی خلق دانسان په دغه طریقه ذکرشوی سره خاص قدرت د اللّه تعالٰی دی بل هیڅ څوک داسی قدرت د خلق نه لری - اوبعضی اهل لغتو د مخفف او مشدد یوه معنیٰ کړی ده یعنی تقدیرکول، نو اللّه تعالٰی اندازه او تقرر کړی دی د وخت د ولادت او د احوالو ددی بچی او دهغه د سعادت یاد شقاوت نو قادرون په معنیٰ د مقدّرن سره دی نوپه دی معنیٰ سره اشاره ده مسئلی د تقدیرته -
[۲۴] دلته مکذبین نه مراد هغه دی چه خلق د انسان په دغه طریقی سره په قدرت د اللّه تعالٰی سره نه منی او دهغه تقدیر هم نه منی -
[۲۶،۲۵] په دی کښی دوهم دلیل عقلی سفلی افاقی دی (كِفَاتًا) دا اسم جنس دی یعنی د هرجمع کوؤنکی دپاره لوخی وی یا بل څیز (أَحْيَاءً وَأَمْوَاتًا) را جمع کوی ژوندی په شا باندی په دی سره آباد دی، کروندی کوی، گرځی نوری فائدی ترینه اخلی او جمع کوی مړو لره په دفن کیدلو او دا دلیل دی چه د مړو دفن کول ضروری دی او قرطبی وئیلی دی چه دارنگ خپل ویخته او نوکونه پری کړی شوی په ځمکه کښی دفن کول په کار دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>