تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۴ اَلْمُرْسَلات

فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا ﴿۵﴾ عُذْرًا أَوْ نُذْرًا ﴿۶﴾ إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَاقِعٌ ﴿۷﴾ فَإِذَا النُّجُومُ طُمِسَتْ ﴿۸﴾ وَإِذَا السَّمَاءُ فُرِجَتْ ﴿۹﴾ وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ ﴿۱۰﴾ وَإِذَا الرُّسُلُ أُقِّتَتْ ﴿۱۱﴾ لِأَيِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ ﴿۱۲﴾ لِيَوْمِ الْفَصْلِ ﴿۱۳﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الْفَصْلِ ﴿۱۴﴾ وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِلْمُكَذِّبِينَ ﴿۱۵﴾ أَلَمْ نُهْلِكِ الْأَوَّلِينَ ﴿۱۶﴾

نو را غورځوؤنکی د وحی ﴿۵﴾
دپاره دعذر او دپاره د ویرولو ﴿۶﴾
یقیناً هغه چه وعده کیدی شی تاسو سره خامخا واقع کیدونکی دی ﴿۷﴾
نو هرکله چه ستوری بی نوره شی ﴿۸﴾
او هرکله چه آسمان کولاؤ کړی شی ﴿۹﴾
او هرکله چه غرونه والوځولی شی ﴿۱۰﴾
او هرکله چه د رسولانو وخت پوره کړی شی ﴿۱۱﴾
کومی ورځی ته روستو کړی شوی دی ﴿۱۲﴾
ورځ د فیصلی ته ﴿۱۳﴾
او څه پوهه درکړی ده تاته چه څه ده ورځ دفیصلی ﴿۱۴﴾
تباهی ده په دغه ورځ تکذیب کوؤنکو لره ﴿۱۵﴾
آیا نه دی هلاک کړی مونږ مخکنی خلق ﴿۱۶﴾

[۵] ملائک او رسولان او آیاتونه د اللّه تعالٰی وحی (احکام) پیش کوی او هواگانی باران را غورځوی او د ذکر اطلاق په باران باندی هم کیدی شی ځکه چه په هغی سره ذکر د رحمت د اللّه تعالٰی بعضی انسانانو ته اوکړی شی -
[۶] یعنی وحی رالیږلو کښی مقصد عذر دفع کول دخلقو او ویره ورکول دی اوچه ذکر په معنیٰ دباران شی نوپه باران سره د خلقو نه عذر د (سوکړی او قحط) زائله شی اودچا دپاره سبب د انذار اوگرځی -
[۷] دا جواب قسم دی (تُوعَدُونَ) مراد ددی نه ټول هغه احوال دی چه قرآن اوسنت کښی د قیامت په باره کښی دهغی وعده کړی شوی ده نفخ فی الصور، بعث دبدنونو، جمع کول دټول مخلوق، تقسیم د عملنامو، حساب کول هرچا لره جزا ورکول دخیراو شر، وزن داعمالو، احوال دجهنم، احوال دجنت وغیره دا ټول مراد دی -
[۱۱،۱۰،۹،۸] دا تفصیل دبعضی ما توعدون دی چه دا څلور لوی لوی اموردی او دارنگ په دی کښی وخت د وقوع د ماتوعدون ذکرکوی (أُقِّتَتْ) په اصل کښی وقتت دی دوقت نه ماخوذ دی یعنی په وقت مقرر کښی به رسولان را جمع کړی شی لکه په سورة مائده (۱۰۹) کښی دی اوپه دی کښی معنیٰ د تاخیروقت مقرره ته ددی وجی نه روستو استفهام د تاجیل ذکرکوی -
[۱۳،۱۲] په دی کښی یُقالُ پټ دی (لِأَيِّ يَوْمٍ) د استفهام دپاره د عظمت او هیبت دهغی ورځی دی - (أُجِّلَتْ) ضمیر رسولانو ته راجع دی یا تیرشوی ټول احوالو ته راجع دی (لِيَوْمِ الْفَصْلِ) او دا نوم دی د نومونو دقیامت نه ځکه چه په دغه ورځ به جدائی راشی د مخلوق دیوبل نه او فیصلی به اوکړی شی -
[۱۵] دا آیت ئی په دی سورة کښی لس کرته راوړی دی ځکه چه حق څیزونه ډیر دی او دهریو تکذیب مستقل سبب د وَیل دی نو دهغه حق څیزونو ئی لس ذکرکړی دی اول په دی آیت کښی تکذیب د یوم الفصل مراد دی -
[۱۸،۱۷،۱۶] د اتخویف دنیوی دی مکذبینو ته ( الْأَوَّلِينَ) لکه قوم د نوح علیه السلام او عادیان، ثمودیان، قوم دصالح علیه السلام قوم د لوط علیه السلام اصحاب مدین قوم تبّع، قوم فرعون چه دا په قرآن کښی ذکردی - (الْآخِرِينَ) ددی نه مراد مشرکین مکه او دروستو زمانی منکرین دی ځکه چه دوی ټول په تکذیب کښی شریک دی نوپه جزاء‌ کښی به هم شریک وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>