تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۲ اَلدَّهْر

إِنَّ هَؤُلَاءِ يُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَاءَهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا ﴿۲۷﴾ نَحْنُ خَلَقْنَاهُمْ وَشَدَدْنَا أَسْرَهُمْ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَا أَمْثَالَهُمْ تَبْدِيلًا ﴿۲۸﴾ إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۲۹﴾ وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۳۰﴾ يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۳۱﴾

یقیناً دا هغه کسان دی چه مینه کوی ددنیا سره او پریږدی روستو د ځان نه ورځ درنه ﴿۲۷﴾
مونږ پیدا کړی دی دوی او کلک کړی دی مونږ بندونه ددوی او هرکله چه اوغواړو مونږ نو بدل به راولو ددوی په شان بدل راؤړل ﴿۲۸﴾
یقیناً‌ دا نصیحت دی نو څوک چه غواړی او دی نیسی خپل رب ته لاړ ﴿۲۹﴾
او نه شئ غوختی تاسو څه څیز مگرچه اوغواړی اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی دی پوهه حکمتونو والا ﴿۳۰﴾
داخلوی هغه چالره چه اوغواړی په رحمت خپل کښی او ظالمان چه دی تیار کړی دی دوی لره عذاب دردناک ﴿۳۱﴾

[۲۷] زجر ورکوی محبت کوؤنکی ددنیا سره ته اودهغی د وجی د اللّه تعالٰی د ذکر او دآخرت نه غفلت کوؤنکی ته -
[۲۸] دا دلیل دی په اثبات دقیامت په شان دابتداء‌ دسورة او زجرهم دی دنیا پرستو خلقوته (أَسْرَهُمْ) داد اسار نه ماخوذ دی هغه مُزی ته وئیلی شی چه په هغی سره د اوښ پالان تړلی شی - اسیر(قیدی) هم ددی نه اخستلی شوی دی - او (أَسْرَ) نه مراد اندامونه او پيوندونه د یوبل سره یوځای کول او په پَلوسره تړل - (أَمْثَالَهُمْ) یعنی دوی به هلاک کړو او ددوی په ځای به نور انسانان پیدا کړو چه هغوی به تابعداری کوؤنکی وی - یا داچه ددوی شکلونه به مسخ کړی شی ناکاره شکلونو ته -
[۲۹] دا په شان دسورة مزمل (۱۹) دی نو هلته اشاره ده تذکره د ادابو د دعوت ته سره دیاداشت د عذاب دنیوی نه او دلته اشاره ده اثبات دقیامت او احوالو دهغی ته سرن د ادابو ددعوت نه -
[۳۱،۳۰] (فَمَنْ شَاءَ او وَمَا تَشَاءُونَ) دلیل دی چه د انسان مشیت هم شته دی مجبور محض نه دی او (إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ) اشاره ده چه انسان سره قدرت مستقله په خپل کارونو کښی نیشته دی نو په دی کښی رد دی په جبریة او قدریة دواړو ډلوباندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>