تَبَارَكَ الَّذِي ۱۴۷۱ اَلدَّهْر

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ تَنْزِيلًا ﴿۲۳﴾ فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا ﴿۲۴﴾ وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۲۵﴾ وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا ﴿۲۶﴾

یقیناً‌ مونږ یو نازل کړی دی مونږ په تاباندی قرآن لږلږ نازول ﴿۲۳﴾
نوصبر کوه فیصله د رب ستاته او مه منه خبره ددوی نه د گنهگار یا کفرکوؤنکی ﴿۲۴﴾
او یادوه نوم د رب ستا صبا او بیگاه ﴿۲۵﴾
او دشپی نه سجده کوه هغه ته او پاکی وایه دهغه دشپی اوږدی پوری ﴿۲۶﴾

[۲۳] په دی آیت کښی ذکر دصدق دقران دی ربط ئی د مخکښی آیاتونو سره دادی چه هرکله احوال دقیامت ذکرشول نو اوس ذکرکوی چه دا تفصیلات حاصلیږی دقران نه چه د اللّه تعالٰی دطرف نه حق نازل کړی شوی کتاب دی اوپه دی کښی تسلی هم ده نبی ﷺ ته چه ددی حق کتاب په رسولو کښی به تکلیفونه راځی دهغی برداشت به کوی (تَنْزِيلًا) په دی کښی اشاره ده چه دقیامت حالات په قرآن کښی لږلږ په جداجدا سورتونو کښی ذکر کیږی دپاره د تذکیر -
[۲۴] په دی آیت کښی پنځه اوامراو یونهی ذکرکوی دپاره ددعوت کوؤنکی په مقابله دشمنانو ددین کښی - اول صبر (په دین حق باندی کلک اوسیدل اوانتظار کول د حکم د اللّه تعالٰی چه امداد او فتح ده) دوهم د مخالفینو د اطاعت نه ځان ساتل (آثِمًا) منافق یا هغه چه کارونه د گناه کوی (أَوْ كَفُورًا) ښکاره کافر او مشرک اوهغه چه په زړه کښی کفرساتی داسی کسان د قرآن نه منع کول کوی شرک او مداهنت ته بلنه کوی نو ددوی خبره به نه منئ -
[۲۶،۲۵] په دی کښی دری اوامر ذکردی دپاره د تثبت په حق باندی هرکله چه د اثم او کفورنه مخالفت اوکړی شی - نو دهغوی د شرنه د بچ کیدلو دپاره دا علاج دی یعنی ذکر، تسبیح او سجده کول (وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ) په دی کښی اوقاتو د مونځونو ته اشاره ده (بُكْرَةً) د صبا مونځ (أَصِيلًا) د ظهراو عصر مونځ (وَمِنَ اللَّيْلِ) د ماښام ماسخوتن مونځ (وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا) دتهجد مونځ او مونځ کول ذکر د اللّه تعالٰی او تسبیح باندی مشتمل دی یا مراد دذکر نه عام دی په مونځ کښی دننه وی اوکه بهروی اوپه هروخت کښی یااللّه او یا رحمٰن او نور نومونه د اللّه تعالٰی یادول اوپه مصیبت کښی اللّه تعالٰی ته رامدد شه وئيل اود اللّه تعالٰی نه هروخت دعا غوښتل دا ټول په واذکراسم ربک کښی داخل دی - او بُكْرَةً وَأَصِيلًا ذکر ددوه طرفونو د ورځی دی اومراد ترینه ټول اوقات د ورځی دی (وَمِنَ اللَّيْلِ) حرف د مِنْ کښی اشاره ده چه ټوله شپه مونځ او ذکر نیشته بلکه په څه حصه د شپه کښی خوب کول هم شته دی (وَسَبِّحْهُ) مراد ددی نه په سجده کښی تسبیح وئیل دی یا عام دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>