قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۹۳ اَلتَّحْرِیْم

قَدْ فَرَضَ اللَّهُ لَكُمْ تَحِلَّةَ أَيْمَانِكُمْ وَاللَّهُ مَوْلَاكُمْ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۲﴾ وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَنْ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ ﴿۳﴾

یقیناً‌ مقرر کړی دی اللّه تعالٰی تاسولره پرانستل د قسمونو ستاسو او اللّه تعالٰی مولا ستاسو دی او خاص هغه په هر څه پوهیږی حکمتونو والا دی ﴿۲﴾
او کوم وخت چه پټه اوکړه نبی ﷺ بعضی دبیبیانو خپلوته یوه خبره نوهرکله چه دی خبرکړه په هغی سره بله اوخبرورکړو اللّه تعالٰی په هغی باندی نبی ﷺ لره نو ویخودله یو خبره او مخ ئی واړوؤ دبلی خبری نه نوهرکله چه نبی ﷺ خبرورکړو هغی بی بی ته په هغی خبری سره هغی اوئیل چه چا تاله دا خبردرکړی دی هغه اوئیل خبرراکړی دی ماته اللّه تعالٰی چه په هرڅه پوهه دی خبردار دی ﴿۳﴾

[۲] (قَدْ فَرَضَ اللَّهُ) فرض په معنیٰ دتقدیرسره دی او تقدیردکفاری په سورة مائده (۸۹) کښی ذکرکړی شوی دی (أَيْمَانِكُمْ) جمع دیمین ده قسم ته وئیلی کیږی دا اشاره ده چه تحریم د مااحل اللّه په معنیٰ دقسم کښی دی که خوراک څښاک وغیره وی یا ښځه وی اودا قول امام بخاری د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت کړی دی اوپه دی کښی قرطبی اتلس اقوال ذکرکړی دی لیکن غوره داده چه چا د خوراک، څښاک، لباس او ښځی وغیره په باره کښی اوئیل چه دا دی په ماباندی حرام وی لیکن عقیده د حرمت شرعیه حقیقیه ئی نه وی نو دا قسم دی اوپه هغی کښی کفاره دقسم واجب ده -
[۳] دا هم متعلق دی د واقعی سره (بَعْضِ أَزْوَاجِهِ) مراد ددی نه حفصه رضی اللّه عنها ده په مطابق دغوره قول باندی (۱حَدِيثًا) مراد ددی نه تحریم د شهد دی او منع کول دهغی دی دښکاره کولو دی راز نه اوبل قول کښی تحریم د ماریه رضی اللّه عنها مراد دی دا دلیل دی چه خاوند له جائزدی چه په بعضی رازونوسره بعضی بیبیانی خاص کړی (وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ) په دی کښی دلیل دی چه نبی ﷺ خوپه غیب باندی نه پوهیدلو بلکه په علم کښی د اللّه تعالٰی اخبارته محتاج وؤ (عَرَّفَ بَعْضَهُ) تعریف په معنیٰ د الزام او ملامتیا ورکولو دی یعنی نبی ﷺ حفصه رضی اللّه عنها ته اوئیل چه تاولی ځما رازخورکړی دی او عائشه رضی اللّه عنها ته دی حال وئیلی دی (قَالَتْ مَنْ أَنْبَأَكَ هَذَا) دا دلیل دی چه دصحابه کرامو او د بیبیانو د نبی ﷺ داعقیده ده چه نبی ﷺ حاضر او ناظر اوغیب دان نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>