قَدْ سَمِعَ اللَّهُ ۱۳۹۲ اَلتَّحْرِیْم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ تَبْتَغِي مَرْضَاتَ أَزْوَاجِكَ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱﴾

ای نبی ولی بندوی په ځان باندی هغه څیز چه حلال کړی دی اللّه تعالٰی تالره لټوی په دی سره خوشحالی د بیبیانو ستا او اللّه تعالٰی بخنه کوؤنکی رحم کوؤنکی دی ﴿۱﴾

سورة اَلتَّحْرِیْم
او نور نومونه ئی سورة النبی او سورة لم تحرم اوسورة المتحرم دی -

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی امور متعلقه د طلاق ذکرکړل اوس په دی سورة کښی هغه اخلاق ذکرکوی چه منع کوؤنکی د طلاق دی - دوهمه وجه داده هرکله چه ذکرکړل په مخکښی سورة کښی احکام دجدائی دښځی او خاوند، نوپه دی سورة کښی ذکرکوی هغه احکام چه په هغی سره جوړخ راځی د ښځی خاوند -
دعویٰ د سورة: ذکر دحقوق د زوجیت - او عدم افاده د زواج دپاره د نجات د عذاب نه - او نهه اسماء حسنیٰ ذکرکوی دپاره د توحید -
خلاصه د سورة داده: دوه خطابات د نبی ﷺ او دوه د مؤمنانو - په اول خطاب د نبی ﷺ کښی مقصد حرج لری کول دی دهغه نه په باره درضا کولو دبیبیانو کښی په هغی څیز کښی چه د هغوی حق نه دی - بیا ترغیب دی بیبیانوته په ساتلو د رازونو د نبی ﷺ کښی او دهغه دخلاف (تظاهر) نه منع کول دی اودارنگ ترغیب دی دوی ته په پنځه احلاق حسنه سره دا تر (۵) پوری دی - بیا ذکرد حق د خاوندی دی په ښځه باندی - بیا اول خطاب دی مؤمنانو ته چه په هغی ذکرکوی حق د ښځی په خاوند باندی په هغه امورو چه د عذاب نه بچ کول کوی اوبیا دوهم خطاب دی مؤمنانو ته اوپه هغی کښی ترغیب دی توبی ته دپاره دبچ کیدلو د اورنه اوبشارت اخرویه دی - اوبیا دوهم خطاب د نبی ﷺ دی په جهاد سره دپاره ددی چه په معامله دبیبیانو سره مشغول نشی ددی اهم مقصد نه - بیا ددوه وهمونو جوابونه دی اول وهم دادی چه هرکله دښځی عقیده د خاوند دعقیدی نه مخالفه وی په سبب دشرک کولو د ښځی نو آیا صرف ښځه کیدل د مؤحد سړی دی له فائده ورکوی؟ حاصل جواب دادی چه نه ورکوی او مثال ئی ذکرکړو د ښځی د نوح علیه السلام او دښځی د لوط‌ علیه السلام - دوهم وهم دادی چه هرکله ښځه مؤحده وی او خاوند مشرک کافروی نودا نکاح دی ښځی ته ضرر او نقصان ورکوی؟ حاصل جواب دادی چه هیڅ ضرر نه ورکوی ماسیوا د ابتلاء‌ نه او مثال ئی ذکرکړی دی په امرءة فرعون سره اوپه دی مثال کښی سرهٔ دذکر دحال دمریم نه تشجیع هم ده مؤمنانو ته په استقامت ددین د اللّه تعالٰی سره -

تفسیر

[۱] مفسر قرطبی او اکثرو مفسرینو ددی سبب نزول کښی ډیر اقوال لیکلی دی لیکن هغه روایت چه په سند صحیح سره امام بخاری نقل کړی دی هغه دادی چه نبی ﷺ د بی بی زینب رضی اللّه عنه کورکښی د گبین شربت اوڅښلو او بی بی عائشه رضی اللّه عنها او بی بی حفصه رضی اللّه عنها د بنتوب د غیرت د وجی نه اتفاق اوکړو چه نبی ﷺ چه هریوکره راشی نورته به اوایو چه ستا نه د مغافیر بوی ځی آیا تا مغافیرخوړلی دی (مغافیر جمع د مغفوره ده اودی ته عرفط هم وئیلی شی دادیو قسم بوټی گل دی چه دعربو مچو (نحل) به هغه خوړلو او دهغی نه به شهد پیدا کیدل نوپه هغه شهد کښی به دهغی بوټی بوی وؤ نوددوی قول چه ستانه د مغافیربوئی ځی داخبره رشتیا وه) او دوهمه خبره خوپه طور دتپوس سره ده چه آیا تا مغافیرخوړلی دی دتپوس په جمله کښی صدق او کذب نه راځی (او نبی ﷺ به د بدبوئی د څیز د استعمال نه ځان بچ ساتلو) نوهغه اوفرمائیل چه ما مغافیر نه دی خوړلی لیکن دشهد شربت می څښلی دی آئنده به نه څښم اوپه ما دی حرام وی، اوبل صحیح سند والا روایت هم شته لیکن صحیحینو نه دی راوړی دهغی اختصار دادی چه رسول اللّٰه ﷺ حفصه رضی اللّه عنها ته وئیلی وؤ چه ماریه رضی اللّه عنها مور د ابراهیم دی په ما حرامه وی اوپه دی دواړه روایتونو کښی داهم شته چه نبی ﷺ حفصه رضی اللّه عنه ته اوفرمائیل چه دا راز به نه ښکاره کوی اوټولو خبرو کښی د نبی ﷺ مقصد دا وؤ چه نوری بیبیانی رضا وی اوزینب او ماریه هم خفه نشی نو اللّه تعالٰی ددی سورة ابتدائی آیاتونه نازل کړل چه (يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكَ) دلته تحریم په معنیٰ لغوی سره دی چه منع ده او فائده اخستل دیوڅیزنه نه ده مراد په دی عقیده د تحریم د مَا أَحَلَّ اللَّهُ ځکه چه داسی عقیده لرل خو کفردی او نبی ﷺ دهرمعصیت نه پاک وی داسی خطیب شربینی ذکرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>